په سالنګ کې سیمهييز چارواکي وايي چې پر دې لویې لارې د یوه باروړونکي موټر اوښتو له کبله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سالنګ ولسوال، محمد صابر احمدي وایي، دا پيښه تېره ورځ(شنبې د تلې پر لومړۍ)د سالنګ په شکارګاه سیمه کې رامنځته شوې ده.
دی وايي پېښه هغه وخت وشوه چې یو باروړونکی موټر له عمومي سړک څخه واوښت او چپه شو.
نوموړي دا نه ده څرګنده کړې چې د موټر اوښتو لامل څه وه.
د نوموړي په وینا، د پيښې قربانیان د بلخ ولایت اوسیدونکي دي.