د چهارشنبې په ورځ د (سلواغې په ۲۰ مه) په جوزجان ولایت کې د وسلهوالو کسانو د برید په ترڅ کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د ۶ تنو کارکوونکو له وژل کېدو څخه وروسته دغې کمېټې په افغانستان کې د خپلو ټولو فعالیتونو د ځنډولو خبر ورکړی دی.
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د عملیاتو رییس ډامینیک اسټېل هارټ دغه برید ټکان ورکوونکی بولي او وايي چې د دغې کمېټې دوه تنه نور کارکوونکي په دغه ولایت کې نادرکه دي.
هغه په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د فعالیتونو د ځنډولو موخه په جوزجان ولایت کې د دغې کمېټې د کارکوونکو د وژل کېدو د انګېزې او لامل مالومول بولي.
په همدې حال کې،د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د ۶ تنو کارکوونکو مړي د شبرغان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د چهارشنبې په مازدیګر د سره صلیب نړیوالې کمېټې د دې پخلی وکړ چې په جوزجان ولایت کې د دغې کمېټې ۶ تنه کارکوونکي وژل شوي او ۲ تنه نور یې لادرکه شوي دي.
دغه بنسټ د چهار شنبې په ورځ د غرمې له ۳:۳۰ دقیقو څخه وروسته په خپل ټوېټر پاڼه لیکي:«خواشیني او غمچن یوو.موږ د دې پخلی کوو چې په جوزجان ولایت کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ۶ تنه کارکوونکي وژل شوي او ۲ تنه نور یې لادرکه دي.»
طالبانو په یوې خبرپاڼه کې په دغې پېښه کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.
خو د جوزجان پولیس وايي چې داعش ډلې د جوزجان ولایت د قوشتپه ولسوالۍ په جر شهیدانو په کلي کې د سره صلیب ۶ تنه کارکوونکي په ډزو سره وژلي دي.
د جوزجان امنیه قومندان وايي چې دغه کسان په درې لنډکروزر موټرو کې وو چې دوه موټر یې د سره صلیب کارکوونکو ته سپارل شوي او یو موټر یې په سیمه کې ویجاړ شوی دی.