د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراج وايي چې طالبان، داعش او نورې ترهګرۍ ډلې د نړۍ ارامښت کمزوری کوي او اړتیا ده، چې د نړۍ هېوادونه د دغو ډلو په وړاندې جامع سیاست ولري.
هغې دا څرګندونې په هند کې د یوې غونډې په ترڅ کې وکړې. په دغې غونډه کې د هند، روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د امنیت په اړه خبرې اترې وکړې.
په دغې غونډه کې د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج سپارښتنه کوي چې د نړۍ ټول هېوادونه دې په نړۍ او سیمه کې د ترهګرۍ په وړاندې باید یو جامع سیاست ولري.
هغې څرګنده کړه:«کله چې مو د ترهګرۍ په اړه خبرې اترې وکړې، موږ خپل لیدلوری څرګند کړ چې د طالبانو، داعش، القاعدې، لښکر طیبه، ډلو فعالیتونه، د نړۍ سوله او امنیت په نېغه توګه کمزوری کوي.»
د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي چې په دغې غونډه کې، درې واړه هېوادونه د افغانستان د اوضاع په اړه هوکړې ته ورسېدل. خو په دې اړه یې نور جزییات وړاندې نه کړل.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ونګيي وویل:«د سیمې د ځواکمنتیا او یوموټي والي لپاره، موږ په افغانستان، منځني ختیځ او نورو سیمهییزو ننګونو ه اړه خبرې اترې وکړې او د دغو ننګونو په اړه سره هوکړې ته ورسېدلو.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل:«موږ د افغانستان، عراق، یمن او لیبیا په اړه خپل یادښتونه پرتله کړل.»
روسیه او چین د سوېلي اسیا لپاره د امریکې نوې تګلاره، ګټوره نه بولي. هغه تګلاره چې په هغه کې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د پټنځایونو پر لهمنځه وړلو ټینګار شوی دی.