Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیګر:ډېری پوځي محصلین چې امریکا ته تللي بېرته راستانه شوي نه دي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانکړې پلټونکې ادارې یا سیګر، موندلي چې په وروستیو کلونو کې، په افغانستان کې د تاوتریخوالي او د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې زیاتوالي له کبله، امریکا کې  د افغان نظامي زده‎کړیالانو د پناه غوښتنې شمېر هم زیات شوی دی.

د سیګر په رپوټ کې راغلي چې له دې ډلې ۳۲۰ زده‎کړیالان چې د ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۷ کلونو په منځ کې امریکا ته تللي، ۱۵۲ تنه چې ۴۷ سنله جوړوي، تښتېدلي دي.

د سیګر د رپوت یوه بله برخه کې راغلي، چې د رونځای پرېښودو له امله، ښايي په افغانستان د پوځیانو عملیاتو نور هم ګران دي او د محصلینو پر ذهنیت به منفي اغېز پرېږدي.

خو د ولسي جرګې یو غړی ګل پاچا مجیدي، د افغان پوځي زده‎کړیالانو د دغه کار لامل په افغانستان کې بې وزلي، ناامني او بې کاري بولي او زیاتوي:«د امنیت نشتوالی له ټولو مهم د اقتصاد مسله، کمزوری اقتصادي وضعیت او بې زولي چې څه باندې ۶۰ سلنه خلک تر بې وزلۍ لاندې ژوند کوي، دغه ټول مسایل د دې لامل شوی چې زموږ دوستان په اروپايي او امریکايي هېوادونو کې چې هلته ګډوال مني او له هغه قوانینو استفاده کوي او هملته ژوند کوي.»

ناسم او د غیر مسلکي زده‎کړیالانو غوره کول، او ناامنۍ، د دې څېر ځوانانو د تېښتې یو لامل دی.

د ولسي جرګې غړي عبدالجبار قهرمان په دې اړه څرګنده کړه:«هغه خلک چې ژمنه ولري، خپله خلکو ته ژمن وي خدای ته ژمن وي، دا خلک باید غوره شي او دویم دلته ورڅخه معتبره تضمین واخیستل شي.»

خو په دې اړه د افغانستان دفاع وزارت ځواب.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه وايي:«د افغانستان د ملي دفاع وزارت په دې اړه یوه مشخصه پالیسي جوړه کړې او هغه پلي کوي، لومړنی دا چې هر څوک چې ځي باید دقیق ولیدل شي، ډاډه وي، مستحق وي، او د زده‎کړې لپاره ولېږدول شي. دویم هر څوک چې ځي د دوو کسانو له خوا یې تضمین کېږي.»

د هغو افغان نظامي محصلینو له ډلې چې په امریکا کې یې روزنځای پرېښی، یوازې ۲۷ تنه یې یا نیول شوي او یا هم له دغه هېواد اخراج شوي.

۸۳ تنه نور کسان هم دي چې یا ترې تم دي او یا هم نورو هېوادونو ته تښتېدلي .

شریک یي کړئ