Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي:د شاهین قول اردو د برید په ترڅ کې کابو ۱۳۰ تنه وژل شوي

یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، طلوع‎نیوز ته نن( شنبې د غوايي۲مه) وویل چې د مزار شریف ۲۰۹ شاهین قول اردو برید کې ۱۳۵ تنه وژل شوي دي.

یاده سرچینه زیاتوي چې په دې برید کې ۶۰ تنه نور ټپیان دي او د یو شمېر حالت د اندېښنې وړ دی.

خو د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې په دې پېښه کې ۱۱ سرتېري وژل شوي او نور یې جزئیات نه دي وړاندې کړي.

په همدې حال کې رويټرز خبري آژانس د وژل شویو شمېر ۱۴۰ تنه ښودلی دی.

یوه امریکايي چارواکي رويټرز خبري آژانس ته ویلي دي، په دې برید کې لسګونه کسان وژل شوي، خو د هېواد ملي دفاع وزارت د وژل شویو شمېر یوازې۱۱تنه ښیې.

د امریکا مرکزي پوځ ویاند، جان ټوماس زیاته کړې ده:«موږ داسې انګېرو چې په دې برید کې له ۵۰ کسانو زیات وژل شوي دي.»

نوموړي وړاندې ویلي دي:«په قول اردو کې یو جومات او د خوړو خوړولو خونه ده او زموږ د راپور له مخې دښمن له دې ځایونو برید کړی دی.»

په همدې حال کې  ملي دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري څرګندوي چې برید کوونکو د اردو کالي پر تن کړي وو او د لمانځه پرمهال یې پر قول اردو برید کړی دی.

دی زیاتوي، برید کوونکي د رنجر موټر په مرسته قول اردو ته د ننه شوي او په داسې حال کې چې سرتېري د جمعې لمانځه پر اداء کولو بوخت وه چې پرې یې ډزې کړې دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند وايي چې برید د ۶ تنو لخوا ترسره شوی، په داسې حال کې چې یو شمېر سرچینې یې شمېر ۱۰ تنه بولي.

د مزارشریف ښار په روغتون کې ټپي سرتېری، حسین چې تر درملنې لاندې دی وايي چې په قول اردو کې سخت امنیتي تدابیر شته او هېڅوک له بېژندکارت پرته نشي د ننه کېدی.

دی زیاتوي، فکر کوم چې بریدګرو سره له ننه همکاري شوې وه.

د بلخ ولایت د عامې روغتیا رئيس، میرویس ربیع څرګندوي چې د اتو تنو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ وه او شپږ یې د ښه‎ کېدو په حال کې دي، خو د دوو نورو حالت د اندېښنې وړ دی.

یوې سرچینې طلوع‎نیوز ته ویلي دي چې په اډه کې د ننه هم یو روغتون شته او ډېر شمېر ټپیان هماغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا برید په داسې حال کې ترسره شوی چې دوه ورځې مخکې د کورنیو چارو وزیر، تاج محمد جاهد بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له دې اډې لیدنه کړې وه.

ښاغلي جاهد هغه مهال ۲۰۹ شاهین قول اردو کې پوځیانو ته ویلي وو چې ښه او بد ترهګر نه شته، هر هغه کس چې د افغانستان امنیتي ځواکونو او ټیکاو پر وړاندې جګړه کوي، د افغانستان د خلکو دښمنان دي.

نوموړي زیاته کړې وه:«حکومت د ترهګرو پر وړاندې کلک دریځ لري. د حکومت حل لاره له افغان ځواکونو ملاتړ دی او د حکومت غوښتنه هېواد کې د سولې راستل دي.»

د بلخ والي، عطامحمد نور هم ویلي وه چې د هېواد په شمال کې د نا امنیو په اړه اندېښنه لري او که افغان ځواکونه د ترهګرو پر وړاندې عملیات ترسره نه کړي نو دا نا امنۍ به زیاتې شي.

ده ویلي وو:«ترهګرو ته باید اجازه ورنکړو چې پیاوړي شي او موږ ته ستونزې رامنځته کړي. که موږ ورته اجازه ورکړو چې عشر ټول کړي او تریاک وکري او قاچاق یې کړي، دوی به ډېرې پیسې او تجهیزات ترلاسه کړي. هغه وخت به ډېرې جګړې د افغان ځواکونو پر وړاندې وشي.»

وروستیو میاشتو کې پر شاهین قول اردو برید هېواد کې پر پوځي اډو لوی دوهم برید بلل کېږي.

څه موده مخکې ترهګرو کابل کې پر سردار محمد داوود خان روغتون برید وکړ چې په ترڅ کې یې کابو ۵۰ تنه ووژل شول.

دې برید د افغانستان خلکو او پارلمان سخت غبرګونونه له ځانه سره درلودل.

د قول اردو په اړه مالومات:

د شاهین ۲۰۹ شاهین قول اردو د بلخ ولایت، دهدادي ولسوالي د مزارشریف ښار په ۱۳ کیلومټرۍ کې پرته ده چې د هېواد شمالي ولایتونه تر پوښښ لاندې لري.

دا قول اردو د هېواد په شمال کې د ۲۰ زرو پوځيانو مدیریت کوي.

طالبانو د برید مسوؤلیت پرغاړه اخیستی او ویلي یې دي چې څلور بریدګر د ننه په قول اردو کې سرتېري وو او د دې مرکز په اړه یې مالومات درلودل.

خو د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې په دې پېښه کې ۱۱ سرتېري وژل شوي او نور یې جزئیات نه دي وړاندې کړي

شریک یي کړئ