Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په وروستیو بریدونو کې د څه باندې ۱۰۰ دولتي ځواکونو شهیدېدل

د تېرو درې ورځو په لړ کې، د طالبانو له خوا پر پکتیا، عزني او کندهار ولایتونو پر امنیتي ځواکونو درې ستر او خونړي بریدونه ترسره شوي دي ـ هغه بریدونه چې ویل کېږي، د څه باندې ۱۰۰ امنیتي ځواکونو ژوند پای ته رسولی او په لسګونه تنه نور یې ټپيان کړي دي.

د نیمې شپې پرمهال وسله والو طالبانو له چاودېدونکو توکو ډک هاموې ټانګ د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د پوځیانو له هغې پوستې سره وواهه چې ۶۰ پوځيان په‎کې وو.

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو  پر اډې د طالبانو په برید کې ۴۳ سرتېري وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

 په دغه برید کې هم لومړی د طالبانو په لاس د پوځ ورغلی زغره وال ګادی کارول شوی او ورپسې برید کوونکي اډې ته ننوتلي دي.

دا په داسې حال کې ده طالبانو د سه شنبې په ورځ د غزني په اندړو او د پکتیا په مرکز ګردیز کې هم د پولیسو پر قوماندانۍ ورته بریدونه کړي و. د بریدونو دغې وروستۍ لړۍ، د امنیتي ځواکونو د اډو د امنیت او د بریدونو پر مهال د رامینځته کېدونکي وضعیت د کنترول او مدیریت له اړخه ګڼې پوښتنې رامینځته کړي دي.    

د دغه مرګوني برید زیاتې پوښتنې راپيداکړې چې څرنګه باید د دغه ډول تکراري بریدونو مخنیوی وکړای شي.

د ولسي جرګې غړی عبدالجبار قهرمان په دې اړه وویل:«ژر تر ژره په ځانګړې توګه په کندهار او هلمند کې امنیتي مدیریت باید وڅېړل شي، داسې مدیران شته چې نه‎شي کولای د ستونزو ځواب ویونکي وي، یوازې ستونزې رامنځته کوي.»

نیوکې پر دې دي چې په دغه ډول بریدونو کې د بریدګرو شمېر او په پوځي پوستو کې د پوځيانو شمېر په پرتله ډېر کم دی، نو هغوی څه ډول خپلو دغو سترو موخو ته رسېږي.

پخوانی پوځي اسدالله ولوالجي په دې اړه وايي:«دښمن حتاً د افغانستان په قطعاتو او امنیتي بنسټونو کې نفوذي کسان لري، له هغوی کار اخلي، او ورته لاره ورښيي، او له هغه پروګرام سره چې لري بریالي کېږي.»

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری په دې اړه په ډاګه کړه:«سل په سلو کې مخنیوی زما په اند ستونزمن دی، د دفاع وزارت هڅه کوي چې په هره بڼه چې وي چې له دغه کار څخه مخنیوی وکړي.»

شاوخوا ۱۵ ورځې مخکې طالبانو ورته مرګونی برید د کندهار په معروف ولسوالۍ کې هم کړی وو.

د امنیتي سرچینو په وینا په دغه برید کې هم ۳۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي وو.

شریک یي کړئ