Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طالبانو کندز کې د مُلکیانو له کورونو د مورچلې په توګه کار اخیستی

د کندز امنیتي چارواکي ادعا لري چې طلب جنګیالیو د دغه ولایت د امان صاحب ولسوالۍ کې په څو کلیو کې د ولسي وګړو له کورونو د مورچلو په توګه کار اخیستی دی.

د پامیر ۲۰ مې فرقې د لومړۍ لوا قومندان وايي چې په تازه عملیاتو کې، د طالبانو څه باندې ۵۰ مورچلې چې د ولسي وګړو په کورونو کې جوړې شوې وې ویجاړې شوې دي.

د پامیر ۲۰ فرقې د لومړۍ لوا قومندان زمیري فیضي په دې اړه وویل:«د پامیر ۱۴ عملیات د لیندۍ په ۱۶ مه پیل او اوس پای ته ورسېدل. په دغو عملیاتو کې، دولتي ځواکونو ښه پرمختګونه لرل او څو کلي یې چې له څلورو کلونو راهیسې د طالبانو په ولکه کې و، د هغوی له شتونه پاک کړي دي.»

د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعیدي هم وايي:«په دغو لس ورځنیو عملیاتو کې، د طالبانو ۵۰ مورچلې چې د ملکیانو په کورونو کې جوړې شوې وې، هم ویجاړ شوي او د طالبانو د وسلو څو زېرمې هم کشف شوي دي.»

له دې سره په ورته وخت کې، د کندز ځايي چارواکي ټینګار کوي چې د لس ورځنیو عملیاتو په لړ کې، کابو ۲۰۰ طالب جنګیالي وژل او ټپيان شوي دي.

د امام صاحب د ولسوالۍ امنیه قومندان امان الله ابراهیمي په دې اړه څرګنده کړه:« امنیتي ځواکونو په دغو عملیاتو کې څه باندې ۱۳۰ طالب جنګیالي وژلي او څه باندې پنځوس تنه نور یې ټپیان شوي دي.»

پوځيان وايي چې په دغو عملیاتو کې، کابو ۱۰ کلي چې په څلورو تېرو کلونو کې د طالبانو په ولکه کې وو، هم د دولتي ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.

په همدې حال کې د هغو کورونو څېښتن چې طالبانو په کې مورچلې جوړې کړې وې، له حکومته مرتسه غواړي.

د امام صاحب ولسوالۍ د جوی بېګم کلي اوسېدونکی الله ګل په دې اړه وویل:«زموږ کورونه ویجاړ شوي او موږ بې سرپناه یوو حکومت باید زموږ کورونه بیا ورغوي.»

د امام صاحب ولسوالۍ د قرغیز کلي اوسېدونکي میرداد څرګنده کړه:«طالبانو زموږ په کلي کې مورچله جوړه کړې وه، لکه څرنګه چې لیدل کېږي مورچلې یې حتا د ځمکې لاندې دي موږ پیسې نه‎لرو چې خپل کورونه بېرته جوړ کړو، هیله ده چې حکومت په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.»

اوس دولتي ځواکونو د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره په دغو کلیو کې امنیتي پوستې جوړې کړې دي.

د پامیر ۲۰ مې فرقې چارواکي وايي چې د تحکیماتو له جوړېدو وروسته، د ژمنیو عملیاتو دویمه برخه به په کندز کې پيل شي.

خو طالبانو د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د ولسي وګړو له کورونو د مورچلو په توګه کار اخیستل ردوي او هغه له ادعا پرته بل څه نه بولي.

شریک یي کړئ