Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبان او داعشیان «د انسان په قاچاق» کې لاس لري

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې وايي چې طالبان او داعش ډله په انساني قاچاق کې ښکېل دي.

نېکې هېلې وايي نه یوازې دا چې امریکا به طالبانو او داعش ډلې ته ماته ورکړي، بلکې په نړۍ کې به د انساني قاچاق له کبله زیانمنو سره مرسته هم وکړي.

له دې سره په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو یو نوی رپوټ ښيي، چې ترهګرې ډلې په پراخه کچه د انسان په قاچاق کې ښکېلې دي او له قاچاق شویو څخه جنسي ګټه هم اخلي. په رپوټ کې راغلي چې د قاچاق شویو کسانو د بدن ځینې غړي هم پلورل کېږي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکې دایمې استازې نېکي هېلې په دې اړه وویل:«لکه څرنګه چې د ملګرو ملتونو په رپوټ کې یې یادونه شوي، د توندلارو ډلو لکه طالبانو او داعشیانو له خوا قاچاق شوي قربانیان، له ډېرو فشارونو کړېږي. د امریکا متحده ایالات نه یوازې د دغو توندلارو ډلو د تاوتریخوالو پای ته رسولو ته ژمن دي، بلکې د قاچاق قربانیانو سره به مرسته هم وکړي.»

په دې غونډه کې په ترهګرو ډلو د زیاتو فشارونو او بندیزونو پر لګولو هم ټینګار کېده.

په ملګرو ملتونو کې د برېټانیې دایمي استازي مټیو را کرافټ څرګنده کړه:« لکه څرنګه چې موږ پوهېږو نننۍ جګړې وسله والو ترهګرو او د نورو جنګي شبکې د پياوړتیا لپاره زمینه برابره وي او دغه ډلې په ناقانونه توګه فعالیتونه کوي.»

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي په ډاګه کړه:« موږ د دې شاهد یوو چې د افغان دولت مخالفه ډلې د هغو امنیتي او مخافظتي تشو څخه په استفادې سره چې شتون لري په دې کار کې دخیل دي او له بده مرغه په جنګي مقصدونو کې له ماشومانو استفاده کوي »

طالبانو او داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په داسې حال کې په دې اړه څرګندونې کوي چې نړیواله ټولنه د انساني قاچاق د مخنیوي ترڅنګ د انساني قاچاق له قربانیانو سره د مرستو مسوولیت لري. 

له دې سره د ملګرو ملتونو یو نوی رپوټ ښيي، چې ترهګرې ډلې په پراخه کچه د انسان په قاچاق کې ښکېلې دي او قاچاق شویو څخه جنسي ګټه هم اخلي. په رپوټ کې راغلي چې د قاچاق شویو کسانو د بدن ځینې غړي هم پلور کېږي.

شریک یي کړئ