ځيني شیعه او سُني دیني عالمان خبرداری ورکوي، چې هېڅ هېواد، ځواک او ډله نهشي کولی په افغانستان کې د مذهب له اړخه خلک ووېشي.
دیني عالمان وایي، د افغانستان حکومت دې د اسلام او هېواد د دښمنانو د دغه څېر هڅو جدي مخنیوی وکړي.
دیني عالمان زیاتوي، چې ځانمرګي بریدونه د اسلامي ارزښتونو په خلاف دي.
له یو کال راهیسې په هېواد کې پر سپڅلو ځایونو دوامداره بریدونه په اندېښنو اوښتي دي.
دیني عالمان دغه ډول بریدونه په هېواد کې د مذهبي تفرقې د اچلولو هڅې بولي او د هېوادوالو په یووالي ټینګار کوي.
د دین عالم حسیني غرجستاني وویل:«هېڅ هېواد، هېڅ ډله او هېڅ سازمان نه شي کولای چې د سني او شیعه ترمنځ نقاق رامنځته کړي او تا ځواک هم نهلري.»
د دین بل عالم محمد سالم حسني ویلي:«دښمن هڅه کوي چې زموږ په منځ کې د نفاق په رامنځته کولو سره خپلې موخې ته ورسېږي او د دغه کار اجازه باید ور نه کړل شي.»
دیني عالمان په کابل او مزار شریف کې د راغونډېدو پرمهال د ترهګرو ډلو فعالیتونه د اسلام پر خلاف وبولي.
د بلخ د حج او اوقافو ریاست سرپرست مولوي امرالدین ایزدیار په دې اړه وویل:«د دین د دښمنانو وروستی توان دا دی چې زموږ پر جوماتونو بریدونه وکړي او قومپالنه او مذهبي تفرقې ته لمن ووهي.»
د دین عالم محسن دانش په دې اړه څرګنده کړه:«دښمن د ځانمرګي او چاودنې له لارې نهشي کولای چې زموږ هوکړې لهمنځه یوسي، سني او شیعه ګان په افغانستان کې سره وروڼه دي.»
په همدې حال کې د افغانستان ملت ګوند په خپله یوه طرحه کې د سپېڅلو ځایونو د امنیت خوندیتوب په اړه له امنیتي بنسټونو غواړي چې د سپېڅلو ځایونو د امنیت په ټينګښت کې باید جدي واوسي.
د افغانستان د ملت ګوند مشر جعفر مهدوي زیاته کړه:«د کابل د ګارنیزیون په څېر د ملي پوځ او پولیسو له ځواکونو څخه یو ګډ ځواک جوړ شي او وړاندیز کېږي چې دا ځواکونه له ولسي وګړو څخه وي.»
شاوخوا یو کال وړاندې په کابل کې د باقرالعلوم پر جومات، د سخي زیات، الازهر جومات، په هرات ولایت کې جوادیه جومات او په کابل کې د امام زمان پر جومات داعشیانو ډلهییز بریدونه کړي دي.
د حج او اقافو وزارت ویلي، چې د سپېڅلو ځایونو امنیت ټینګښت په موخه يې د امنیت شورا ته طرحه ورلېږلې ده.
دغه وزارت د کورنیو چارو له وزارت څخه غوښتي چې د سپېڅلو ځایونو امنیت په ټينګښت کې باید هڅې ګړندۍ کړي.