Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالعزیز اریايي:که‎چېرې لاسوهنې دوام وکړي استعفا ورکوم

د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمېسیون مشر ګواښ کوي که‎چېرې، د دغې ادارې په کارونو کې لاسوهنې بندې نه‎شي، نو تر یوې میاشتې به له دندې استعفا وکړي.

عبدالعزیز اریايي چې نن پنجشنبې (د تلې په ۲۰ مه) د «د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ» په یوې غونډه کې د رپوټ په اړه جوړه شوې وه خبرې کولې، د ټاکنو په کمېسیون کې یې د کار بهیر د اندېښنې وکړ وباله.

هغه زیاته کړه:«هغو کسانو چې په تېرو کې په درغلۍ کې لاس درلود، تاسو تورنول، طرف تاسې وئ! په حقیقت کې اعتراف مو کاوه چې دوی نه توانېدل چې د ۲۰‍۱۴ کال ټاکنې ترسره کړي، همغه کسان اوس هم په کمېسیون کې حضور لري، موږ څه ډول وکړو د دوی په شتون او د هغوی په حضور کې له دوی څخه استفاده وکړو او پر مخ ولاړو شو.»

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رپوټ موندې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د کارونو لس میاشتنی رپوټ له خلکو سره شریکوي.

په دغه رپوټ کې ویل شوي ډېری خلک، سیاسي ګوندونه او د مدني ټولنې غړي غواړي ټاکنې ترسره شي خو د حکومت مشران د رڼو ټاکنو ترسره کولو ته لېوالتیا نه‎لري.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ایوب‎زاده په دې اړه څرګنده کړه:«د افغانستان ټاکنې، نن د افغانستان د ثبات لپاره تضمین کوونکې دي؛یعنې د ټاکنو د شریکانو له خوا هر ډول ناغېړي و هر ډول سرتېري کولای شي د افغانستان ثبات له منځه یوسي.»

د دغو څېړنو له مخې کابو څلویښت سلنه افغانان د انتخاباتو په کار کې د حکومت له لاسوهنې اندېښنه لري او همداراز د ټاکنو د کمېسیون مدیران په ناتوانۍ تورن شوي دي. خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رییس په خپل وخت د ټاکنو د ترسره کولو ډاډ ورکوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس نجیب الله احمدزي په دې اړه وویل:«روڼتیا، بې طرفي، پرکنده اراده او امنیت ډېر اړین دي زه ویلای شم چې حکومت تراوسه په کارونو کې لاسوهنه نه ده کړې.»

له ټکنالوژۍ د استفادې او پيرلو څرنګوالی هم له نیوکو سره مخامخ دی، لکه څنګه چې ولسمشر په خپل نوي حکم کې د پلازمېني د زون ادارې، د برېښنايي تذکرو د وېش او د مرکزي احصایې د ادارې رییسانو او د کابل د پولیتخنیک پوهنتون یوه استاد ته دنده سپارلې چې د ټاکنو د اړتیا وړ توکو د برابرولو له بهیره څارنه وکړي.

د افغانستان د ټاکنو د روڼتیا بنسټ غړی شاه محمود مل څرګنده کړه:«په هرو ټاکنو کې حکومت د ټاکنو یو طرف دی نه یوازې د حکومت پر څارنې تکیه کېدای شي چې په دې اړه روڼتیا تأمین کړي دا به غوره وي  چې د مدني ټولنې او سیاسي ګوندونو واک لرونکي استازي په دغې پروسه کې دخیل وي.»

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ په دغه رپوټ کې راغلي ۴۱ سلنه خلک د ټاکنیزو کمېسیونو پر کار باور نه‎لري خو ویل شوي ۵۳ سلنه خلک تراوسه په انتخاباتو کې ګډون ته لېوالتیا نه‎لري.

شریک یي کړئ