Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله:استازي دې نوماند وزیرانو ته د ملي ګټو پر بنسټ رایه ورکړي

د ملي یووالي حکومت اجرائيه رییس عبدالله عبدالله نن(چهارشنبې د وږي په ۲۹ مه) اعلان وکړ چې حکوت تر څو راتلونکو ورځ به نوماند وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړي.

ښاغلی عبدالله د ولسي جرګې له غړو غواړي، چې ملي ګټو او خپل کاري خپلواکۍ ته په پام سره، نوماند وزیرانو ته رایې ورکړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د کمېسیونونو د مشرانو کمېټه پریکړه کړې، چې د راتلونکې اوونۍ د  دوشنبې په ورځ به لس تنه نوماند وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړي.

خو د جرګې یو غړی دا پرېکړه د جرګې د مخکینې پرېکړې پر خلاف بولي او ټینګار کوي چې ټول نوماند وزیران باید معرفي شي.

ولسي جرګې ته لس نوماند وزیرانو ورپېژندل شوي اوحکومت دولسي جرګې له غړو غوښتنه کوي چې خپل کارتونه دې د هېواد ملي ګټو مطابق د نوماند وزیرانو په وړاندې وکاروي.

عبدالله په دې اړه وویل:«په راتلونکو ورځو کې وزیر صاحبان دلته معرفي کېږي تاسو خپل قضاوت د خپلو واکونو په سمون کې به ترسره کوئ او ستاسو په پرېکړه کې زموږ تمه دا ده چې د افغانستان خیر او مصلحت په پام کې ونیسئ.»

حکومت د لسو وزارتونو لپاره نوماند وزیرانو په پام کې نیولي خو  لاهم د بهرنیو چارو، اطلاعاتو  او فرهنګ او پوهنې وزارتونو له پاره  د نوماند وزیرانو څخه خبر نشته.

د ولسي جرګې غړی اکبر ستانکزی وايي:«هغه وزیران چې موږ بې واکه کړل خو حکومت په خپله پرېکړه ولاړ دی او زموږ پرېکړې ته درناوی نه کوي او موږ په بې شرمه توګه هغوی ته صندوق اېږدو.»

خو د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د نوماند وزیرانو لپاره د رایي ورکولو په موخه د صندوقونو اېښودل د کیلانو د رایو په اکثریت سره پرېکړه نیول شوې ده.

د ولسي جرګې دویم مرستیال محمد نذیر احمدزي څرګنده کړه:«دا چې یو ځل بیا د مشرانو په ګمېټه ک شامل شوي، د دوشنبې په ورځې به یو ځل بیا واک ستاسو په لاس کې دی.»

ملي دفاع وزارت ته طارق شاه بهرامي، کورنیو چارو ته ویس احمد برمک، فواید عامې ته یمایاري، کار او ټولنیزوچارو شهیدانواو معلو لینو وزار ته فیض الله ذکي، اقتصاد وزارته ته مصطفې مستور، ترانسپورټ وزارت ته حمید طهماسي، لوړوزده کړو وزارت ته عبدالطیف روښان، د مخابراتو اومالوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته شهزاد ګل آریوبي، د سرحدونو قومونو او قبایلو وزارت ته ګل اغا شیرزی، د کانونو او پټرولیم وزارت ته نرګس نهان د حکومت نوماند وزیران دي.

شریک یي کړئ