د هېواد اجرائيه رییس عبدالله عبدالله، نن سېشنبې (د زمري ۳۱ مه) په یوې خبري ناسته کې وویل چې طالبانو او د هغوی ملاتړو ته د افغان حکومت پیغام دا دی چې د امریکا نوې تګلاره سولې ته بلنه نه ده،بلکې د سولې د بهیر پياوړتیا ده.
هغه د افغانستان ګاونډیو ته هم پیغام لري.
ښاغلي عبدالله وویل:«زموږ ګاونډیو ته زموږ پیغام دا دی چې د امریکا متحده ایالاتو نوی سیاست د هغوی لپاره یو فرصت دی چې باید تر هغه ښه استفاده وکړي.»
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د افغانستان په اړه خپله نوې تګلاره نن سېشنبې ګهیځ اعلان کړه.
ښاغلي ټرمپ وویل چې په پاکستان کې د ترهګرو امنځایونه باید له منځه یوړلای شي ځکه چې واشنګټن له دې ډېر نور نه شي کولای د دغو پټنځایونو په اړه چوپ پاتې شي.
هغه زیاته کړه:«موږ پاکستان ته په مېلیاردونو ډالره ورکړې؛ خو پاکستان هغو ترهګرو ته چې په وړاندې یې جنګېږو پناه ورکړې ده. دا کار باید بدلون وکړي او ډېر ژر باید بدلون وکړي.»
ښاغلي عبدالله د ټرمپ دغو ویناوو ته په اشارې سره وویل:«دا تګلاره د افغانستان او د هغه د خلکو لپاره د امریکا د ژمنې تجدیدول دي.»
هغه زیاته کړه:«د نوې تګلارې په واسطه دغه نوی پرانیستل شوی فصل، له ترهګرۍ سره د مبارزې فرصت او سولې ته زموږ د موخې رسېدل دي.»
په د دغې خبري ناسته کې ښاغلي عبدالله وویل چې ملي یووالی حکومت باید د ترهګرۍ په وړاندې د خلکو د خوندي ساتلو لپاره امنیتي او دفاعي ځواکونه پیاوړي کړي.
هغه څرګنده کړه:«د داعش په وړاندې نوی او ځواکمن دریځ د دغې ترهګرۍ ډلې د لهمنځه وړلو لپاره یو فرصت رامنځته کړی دی.»
عبدالله عبدالله له ولسمشر ټرمپ څخه مننه وکړه او د دغه هېواد نوې تګلاره یې د افغانستان لپاره یو په وخت او هر اړخیز تصمیم وباله.
هغه وویل:«ملي یووالی حکومت همدارنګه د اصلاحاتو راوستو، له فساد سره مبارزې، د افغانستان د دفاعي او امینتي ځواکونو د پياوړتیا، او د خلکو د دښمنانو لهمنځه وړلو ته ژمن دی.»
هغه څرګنده کړه چې د امریکا نوې تګلاره د افغانستان په امنیتي ځواکونو به مثبته اغېزه ولري.