Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: د سولې پر وړاندې اصلي خنډ طالبان دي

اجراییه رییس، عبدالله عبدالله په هېواد کې د تاوتریخوالي او جګړې دوام د طالبانو په لجاجت کې بولي او زیاتوي چې دوی د سولې لپاره اراده نه لري.

عبدالله چې نن(چهارشنبې د غبرګولي په ۲۲مه) د مور نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې خبرې کولې وویل چې په هېواد کې لا هم ښځې د جګړو له کبله کړیږي او د جګړې لامل هم طالبان دي.

هغه وړاندې وویل:«ښځې لا هم له جګړو کړیکږي. زه د جګړې لامل لا هم د طالبانو لجالجت بولم. د وسولې لپاره زمینه او فرصت مساعد شوی دی، خو دوی له پلمو او لجاجت سره پر وړو مسایلو ټینګار کوي. کله چې یو لیست جوړیږي بیا دوی ځانته داحق ورکوي چې نظر ورکړی څوک باید لیست کې ووسي او څوک باید لیست کې ونه وسي. ښځې باید ووسي او که نه؟»

عبدالله وړاندې وايي طالبانو په وار وار د سولې کولو له فرصته استفاده نه ده کړې فکر کوي واک ته به ورسیږي:«دوی د سولې او امنیت تامین لپاره ارده زموږ په هېواد کې نه لري. شاید فکر کوي چې د بهرنیو ځواکونو د وتو وروسته بیا مسلط شي، زه هیڅ بل داسې دلیل نه وینم په داسې حالت کې چې دوی له ځانه ښکاره کړی دی، په ځانګړې توګه په دې موده کې چې فرصتونه پیدا شوي دي. د مفاهمې لپاره فرصتونه وو. یا غوښتنه وه چې اوربند وشي او یا داسې نور فرصتونه.»

اجراییه رییس زیاتوي چې د افغانستان اکثریت مطلق خلک د سولې غوښتونکي دي نو باید چې په دې برخه کې یو واحد غږ ووسي.

دی وړاندې وايي:«‎‎د افغانستان لاسته رواړنې باید وساتل شي ځکه خلکو یې په بدل کې قربانۍ ورکړې دي. کل چې دوی(طالبان) متفرق غږونه اوري نو دوی هم بهانه پیدا کوی دا چې موږ له چا سره خبرې وکړو.»

عبدالله همداراز وايي چې نړیواله ټولنه هم افغانستان کې د سولې پر راتګ ټینګار کوي، خو هیڅوک نه غواړي چې د افغانستان خلک بیا په تیاره جهنم کې کینوی.

هغه وايي:«‎د بې قید او شرط خبرو مانا دا ده چې دوی هم باید خپل نظر څرګند کړي، موږ هم خپل نظر او دا چې څه ډول سره په سوله کې ژوند کولی شو، پرته له جګړې سیاسي مبارزه و کړو.»

ډاکټر عبدالله د ټاکنو په تړاو هم وايي چې باید سوله او ټاکنې د یوه بل قرباني نشي:«داسې هم نشي کیدی چې د سولې خبرې کېږي نو باید چې د ټاکنو خبرې ونشي.»

عبدالله همداراز وايي چې د سولې بهیر پر وړاندې ټاکنې خنډ نه دي، طالبان د سولې بهیر پر وړاندې خنډ دي.

شریک یي کړئ