د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د دوشنبې پر ورځ(د کب۲مه) تائید کړې چې ولسمشر غني د یوه حکم له مخې د بلخ سرپرست والي، عطامحمد نور د دې ولایت د والي په توګه ګمارلی دی.
د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي دي:"د ولسمشرۍ د عالي مقام د حکم له مخې سترجنرال عطامحمد نور د بلخ والي په توګه وګمارل شو."
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې عطامحمد نور کابل ته راغی او ویې ویل چې د جمعیت ګوند په استازېتوب یې د ولسمشر غني سره د یو لړ امتیازاتو ترلاسه کولو په اړه خبرې اترې کړې دي.