Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غزني کې د طالبانو د برید په پایله کې د ملي پوځ درې سرتېري وژل شوي

د غزني ولایت امنیه قومندانۍ د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه ولایت کې د دوه جلا بریدونو په پایله کې د ملي پوځ درې سرتېري وژل شوي دي.

دغه چارواکي زیاتوي چې پنځه تنه نور سرتېري هم ټپيان شوي دي.

د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې تېره شپه ۰۹:۰۰ د مقر په لړم سیمه کې له طالبانو سره د ملي پوځ د نښتې په پایله کې د ملي پوځ یو سرتېری وژل شوی او یوه بل ټپ پورته کړی دی.

خبرپاڼه وړاندې کاږي چې نن ګهیځ د اندړو ولسوالۍ د ناني کلکي هم له ترهګرو ډلو سره د یوې نښتې په پایله کې دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

په خپرپاڼه کې ترهګرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي شوي.

په غزني ولایت کې له ترهګرو سره د دوو جلا نښتو په پایله کې د ملي پوځ درې سرتېري وژل شوي او پنځه تنه یې ټپيان شوي دي.

شریک یي کړئ