Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني:ترهګرۍ ډلې به له منځه ولاړې شي

ولسمشر غني ګواښ کوي هغو ډلو چې افغانستان یې له کرکې، تاوتریخوالي او نهیلۍ سره مخ کړی او یادې شبکې باید په دې هېواد کې ځای ونه‎لري.

 ښاغلی غني چې نن له غرمې وروسته (جمعه د تلې ۲۸ مه) د وریښمو لارې د ښاروالانو په دولسمه غونډه کې په ارګ کې خبرې کول، ټینګار وکړ هغه هېوادونه چې خپلې ګټې د ترهګرو په ځواکمن کېدو کې ویني له انزوا سره به مخ شي.

ولسمشر غني زیاتوي ترهګر د جګړې په ډګر کې مات شوي او اوس ځانمرګي بریدونه د سیاسي ځانمرګي په مانا کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني، د ورېښمو لارې د ښاروالانو په دولسمه غونډه کې، په هېواد کې وروستیو پېښو ته په اشارې سره وویل، چې په نړۍ کې داسې قدرت نشته، چې افغانانو ته ماته ورکړي.

ولسمشر زیاته کړه، هېڅوک هم نهشي کولای د افغانستان روښانه راتلونکی تیاره کړي.

افغان ولسمشر زیاته کړه:«په نړۍ کې داسې ځواک نشته چې موږ مات کړي؛ هېڅکله زموږ ملي یووالی له ګواښ سره مخ کولای نه‎شي، هېڅکله زموږ ښځې بندي کولای نه‎شي، هېڅکله زموږ له اولادونو راتلونکی نه شي پټولای.»

ولسمشر وایي، پر ترهګرو او ملاتړو یې سخت فشار دی.

هغه څرګنده کړه:«دغه شبکې باید زموږ په پیړۍ کې نه وي،کسان او هېوادونه چې خپل دوام د دغو شبکو په پیاوړتیا کې ویني، باید پوه چې منزوي کېږي.»

په ورته وخت کې چین، په افغانستان کې وروستۍ خونړۍ پېښې غندلي او ویلي یې دي، چې بیجنګ؛ د ولسي وګړو وروستیو مرګ ژوبلو له اړخه سخت خواشینی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لوکنګ په دې اړه وویل:« چین په افغانستان د جګړې له کبله د تاوتریخوالي د کچې د زیاتوالي په اړه اندېښنه لري. چین له ښکېلو لوریو غواړي، چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ وکړي او په ګډه سره په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره کار وکړي او دا هېواد وغوړوي.»

د دې ترڅنګ؛ چین به تر دوو میاشتو د کابل، اسلام اباد او بیجیګ درې اړخیزه غونډې کوربه وي. هغه غونډه چې هدف يې؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکارۍ زیاتوالی ویل شوی.

شریک یي کړئ