Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني:فساد او د پوځيانو له ډوډۍ غلا د هغوی د جنګي بریا مخه ډب کړې

ولسمشر غني «په امنیتي او دفاعي برخو کې له اداري فساد سره د مبارزې» په غونډه کې وویل چې د هېواد په ځینو برخو کې فساد په ځانګړې توګه د پوځيانو له «‌ډوډۍ غلا» په جنګي مأموریت کې د دغو ځواکونو د بریا مخنیوی کړی.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې له دې وروسته به هېڅوک حتا دی په خپله د پوځي چارواکو په ګمارنه کې لاسوهنه ونه کړي.

ښاغلي غني په دې اړه زیاته کړه:«غواړم چې په ګمارنو کې زما واک ور ځ په ورځ کم شي. ما یې په دې څه چې د ورځې له لسګونو کسانو سره مرکه وکړم؟ دا د اړتیا له مخې وه! په بنسټ کې ځواب دی نه په شخصي سلیقه کې.»

د دغې موافقې له مخې امنیتي او قضایي ادارې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره مکلفې دي.

ویل کېږي چې دغه پروګرام په امنیتي ادارو کې د فساد په اړه د شکایتونو له زیاتوالي وروسته برابر شوی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني:«موږ پرېکړه کړې ده چې زموږ د سرتېرو خواړه، د امریکايي سرتېرو له خوړو څخه ۶۰۰ کالري زیاتوالی ولري؛ ځکه چې هغوی په سختو شرایطو کې جنګېږي؛خو کله چې له نېږدې له سرتېرو، بریدملانو، افسرانو سره خبرې کوم وینم چې کله نا کله هغوی ته ساده ډوډۍ هم نه رسېږي.»

خو په امنیتي بنسټونو کې د اداري فساد د قضیو تعقیبولو ته څومره هیله مندي کېدای شي، هغه هم په داسې وضعیت کې چې په دغه پروګرام کې ټول ښکېل لوري، دولتي بنسټونه دي.

هغه زیاته کړه:«هر هغه څوک چې د قضايي او یا هم د جرمونو د کشف د پرېکړو په منځپانګه کې لاسوهنه کوي، په حقیقت کې د فساد جز دی.»

په دې لړ کې د امنیتي ادارو په وړاندې نورې لویې ننګونې پرخپل ځای دي.

د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزی وايي:«زموږ ډېر پاملرنه دې ته ده چې په پوځي بنسټونو کې د دښمن له نفوذ څخه څه ډول مخنیوی وکړو. چې په دې برخه کې هم یو ډېر شمېر کسان نیول شوي او د هغوی مخه هم نیول شوې ده.»

له بلخوا هغه ادارې چې په دغه ناسته کې همکارۍ ته رابلل شوې له اداري فساد سره د مبارزې پر دوام ټینګار کوي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي هم څرګنده کړه:«اړوندو محاکمو ته د ۵۶ دوسیو حکم صادر شوی او ۶۵ نورې دوسیې تر دوران لاندې دي.»

د کورنیو چارو وزارت لومړۍ مرستیال جانان بارکزی وايي:«د کورنیو چارو وزارت هم له فساد څخه تش نه دی او موږ له دغو ستونزو سره لاس او ګرېوان یوو.»

لوی څارنوال فرید حمیدي هم په ډاګه کړه:«دغه کنفرانس ټول امنیتي او دفاعي ځواکونه او د افغانستان ټولې ادارې د قانون او د قانون د واکمنۍ او په افغانستان کې د عدالت په اړه ځواب کوونکي کوي.»

اداري فساد په تیره څه د پاسه یوه لسیزه کې د پرمختګونو په وړاندې تر ټولو لویه ننګونه بلل شوې ده.

لکه څنګه چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څېړونکي (سیګر) په خپل یوه رپوټ کې په دولتي ادارو کې فساد په هېواد کې د تاوتریخوالي د پراختیا بنسټیز لامل بللی دی.

شریک یي کړئ