ولسمشر غني کابل کې د افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالاتونو نوې تګلارې په اړه خبري ناسته کې نن(چهارشنبې د وږي پر لومړۍ) وویل چې په دې تګلاره کې د دواړو هېوادونو ګټې ساتل شوې دي.
ښاغلي غني د خپلې وینا په ترڅ کې وویل، اوس د دې وخت رارسېدلی تر څو پاکستان خپل دریځ بدل کړي، او افغانستان کله هم نه دي غوښتې د پاکستان پر ضد کوم ګام پورته کړي.
ده زیاته کړه«موږ له پاکستان سره، حکومت له حکومت سره سوله غواړو. افغانستان هېڅ کله د پاکستان بې ثباتۍ هڅه نه ده کړې او د افغانستان بې ثباتي د هېچا په ګټه نه ده.»
ښاغلي همداراز وویل: «د افغانستان جګړه کورنۍ نه ده او په نړۍ او سیمه کې واګي لري.»
ولسمشر د خپلې وینا په یوې برخه کې طالبانو ته وویل: « که طالبان فکر کوي په دې جګړه کې به بریالي شي او د افغانستان حکومت به نسکور کړي، نو دا فکر دې له سر څخه وباسي. او یوازینۍ د حل لاره سیاسي حل لار ده.»
د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، دونالډ ټرمپ تېره ورځ د کابل پر وخت سهار کابو پنځه بجې د افغانستان په اړه د کړنلارې اعلان پرمهال وویل چې پاکستان کې د ترهګرو ځالې باید له منځه یوړل شي، ځکه واشنګټن ته په دې هېواد کې د دوی امنپټنځایونه د منلو وړ نه دي.
نوموړي په افغانستان کې د امریکا د اوږدمهالې جګړې په اړه وویل چې امریکا د افغانستان له حکومت سره مرستې کوي څو طالبان بیا ځلې واک ته و نه رسیږي.