Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني په نوي فرمان کې د ګرځندویۍ په چارو کې د دولت وزارت رامنځته کړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبې(د وري په ۳۱ مه)په خپل یوه نوي فرمان کې د ګرځندویۍ په چارو کې د دولت وزارت رامنځته کړ او غلام نبي فراهي یې د ګرځندویۍ په چارو کې د دولت د وزیر په توګه معرفي کړ.

په همدې حال کې یو شمیر پخواني حکومتي چارواکي چې هم وايي چې ولسمشر د دا شان ادارو په رامنځته کولو سره غواړي قدرت ډېر په خپل لاس کې واخلي او په خپل دغه کار سره غواړي اجرائیه ریاست تر فشار لاندې راوړي.

په همدې حال کې یو شمېر قانون پوهان د ولسمشر د فرمان پر بنسټ د نوي وزارت رامتځته کول د اساسي قانون پر خلاف بولي.

حقوق پوه فیض الله جلال وویل:«په تازه ګۍ سره یو نوی وزارت رامنځته شو چې دا خپله د ولسمشر خپل‎سریو ته ورګرځي،دغه پرېکړې ظاهراً ګټورې دي خو که‎چېرې د مسئلې ماهیت پاملرنه وشي،ناورین رامنځته کوونکي دي.»

دغه پخواني حکومتي چارواکي زیاتوي ولسمشر د دغه راز ادارو په رامنځته کولو غواړي هغه کسان چې د نوموړي د پروګرامونو په وړاندې خنډونه جوړوي لیرې کړي.

د اقتصاد پخواني وزیر امین فرهنګ وویل:«غواړي خپله ټولنیزه پایه پراخه کړي او ښايي په راتلونکي کې د اجرائیه ریاست په اړه هم ځینې کارونه ترسره کړي.د بېلګې په توګه د ښاغلي معسود ګوښه کېدل په لومړیو کې هغه یې د مربعې څلورمه ضلعه وبلله خو وروسته یې هغه له صحنې بهر کړ.»

خو اجراییه ریاست د ګرځندوي په چارو کې د دولت وزارت رامنځته کیدل یوه اړتیا بولي.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب رحیمي هم په ډاګه کړه:«موږ په اجرائیه ریاست کې تل د موازي ادارو په رامنځته کېدو سره خپل مخالف مطرحه کړی خو په ځينو استثنايي برخو کې ښايي د حکومت د مشرتابه د د اړیتا پر بنسټ،له ځینو څېرو،شخصیتونو د چارو په ځینو برخو کې کار اخیستل شوی او له هغوی څخه غوښتل شوي چې له هغوی سره همکاري وکړي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مالي، اداري او توریزم په نوم معینیت لري چې اوه ریاستونه لري او درې ریاستونه یې د ګرځندوي په برخه کې کار کوي.

د حکومت ویندویان د دغه نوي جوړ شوي وزارت د بودیجې د څرنګوالي په اړه مالومات نه ورکوي چې آیا ځانګړې بودیجه به ولري یا به یې بودیجه له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه ترلاسه کوي.

 دا په داسې حال کې دي چې د همدې اونۍ په لړ کې ولسمشر په یوه فرمان سره د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په چارو کې د خپل استازیتوب چوکۍ لغوه کړه او ددې ادارې ټول کارکونکي بې برخلیکه دي.

شریک یي کړئ