Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فاریاب کې د هاوان د یوې مرمۍ د لګېدو له امله ۴ تنه ملکیان وژل شوي

د فاریاب ځايي چارواکو نن سې‎شنبې (د مرغومې په ۲۶ مه) ویلي چې په دغه ولایت کې د هاوان د یوې مرمۍ د لګېدو له امله ۴ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۴۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

د خواجه سبز‎پوش ولسوال عبدالله معصومي په دې اړه وايي چې دغه توغندی د طالبانو له خوا توغول شوی او د ولسوالۍ د ودانۍ پر ځای د ولسوالۍ په بازار کې لګېدلی دی.

هغه زیاتوي چې نن، د سیمه‎ییز بازار ورځ وه او ګڼ شمېر خلک له کلیو څخه د پېر او پلور لپاره راغلي وو.

خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د فاریاب ولایت خواجه سبزپوش ولسوالۍ په بازار کې د توغندي د لګېدو په پایله کې ۴ ولسي وګړي وژل شوي او ۴۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

شریک یي کړئ