یو شمېر وسلهوالو د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ درې غړي وژلي دي.
د فاریاب پولیس مني چې یو کس له خپل یوه اته کلن زوی او شپږکلنې لور سره وژل شوي دي.
د فاریاب امنیه قومندان، جنرال دلاورشاه دلاور وایي چې دا پيښه تیره ورځ(دوشنبې د وږي۲۶مه)هغه وخت وشوه چې وژل شوي کس له خپلو ماشومانو سره د ولسوالۍ له مرکز څخه خپل کلي ته د تلو په حال کې وه.
د نوموړي په خبره، د پيښې عاملین د سیمهییزو پولیسو په چوکاټ کې فعالیت لري او د قیصار په ولسوال پورې اړوند دي.
خو د قیصار ولسوال رحمتالله بیا وایي چې دا پيښه د دې ولسوالۍ امنیه قومندان پورې د اړوندو کسانو له خوا شوې ده.