Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فاسدو جنرالانو او افسرانو ته د کورنیو چارو سرپرست وزیر ګواښ

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویس احمد برمک په ده وزارت کې ټولو فاسدو جنرالانو او افسرانو ته ګواښ کوي چې د کورنیو چارو په وزارت کې به ځای ونه لري.

ښاغلی برمک د ښځینه پولیسو په تړاو یوې جوړه شوې غونډه کې وویل، هغوی چې د ښځینه پولسو سره تاوتریخوالی کوي، جدي چلند به ورسره وشي.

سرپرست وزیر برمک زیاته کړه، چې د ښځینه پولیسو یوه اکاډمي به رامنځته کړي او په مدیرتي برخو کې به د همدې پولیسو رول زیات کړي.

بل لورې د ولسمشر مېرمن وایي، ځينې کړۍ د پولیسو له نوم څخه په ګټنې سره غواړي، د پولیسو نوم بد کړ.

دغه تور د خلکو په وړاندې د کورنیو چارو وزارت اعتبار ته زیان رسولی دی، د کورنیو چارو سرپرست وزیر د دې وزارت د له لاسه وتلي اعتماد پر بېرته ترلاسه کولو او همداراز له فساد کوونکو د دې وزارت پاکول خپل کاري لومړیتوب ګڼي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویس احمد برمک زیاته کړه:«هغه پیسې چې د نړیوالو سرچینو له لارې ستاسو ته په واک کې درکول کېږي، هغه پیسې چې د افغان حکومت له لارې د بېلابېلو سرچینو له عوایدو څخه ستاسو په واک کې درکول کېږي د دې هره افغانۍ چې تاسې بې ځایه بې موجه، غیر مشروع په خپلو جېبونو کې اچوئ حرام دي قطعي حرام دي.»

ښاغلی برمک چې د ښځینه پولیسو د پيوستون ټولنې په پرانیستونکو مراسمو کې یې خبرې کولې د پولیسو په لیکو کې د مېرمنو د لازیات جذبولو خبره کوي.

هغه څرګنده کړه:«که‎چېرې زما هر جنرال او زما هر امر چې په هرې شعبه کې وي یوې مېرمې یوې خور څه د پولیسو په ملکي لیکو کې دي د پولیسو یا کشفي ځواکون په لیکو کې دي، که‎چېرې څوک ستاسو په ادرس یوه کلمه کته پورته وکړي یا خدای مه کړه ستاسو د ځورونې لامل شي فاعل وي په بېړه پرې تصمیم نیول کېږي.»

د ولسي جرګې غړې وږمه صافۍ هم وايي:«خدای دې وکړي چې زموږ هغه خویندې چې ډېر دردېدلي او کړېدلي او په یوې رتبه کې ۱۰ یا ۲۰ کاله پاتې دي مشرۍ ته نه دي رسېدلي.»

په دې لړ کې د ولسمشر مېرمن له ورانکارو او قانون ماتونکو کړیو سره د پولیسو پر مبارزې ټینګار کوي.

د ولسمشر مېرمن رولا غني څرګنده کړه:«ځينې کسان د پولیسو له نامه څخه ناوړه ګټه اخلي او حتا قانون تر پښو لاندې کوي چې پر پولیسو د خلکو د باور ماتونې لامل کېږي.»

ولسمشر غني د کورنیو چارو وزارت د فساد زړه بللی دی، اوس به ولیدل شي چې د ویس برمک د دندې په موده کې به چې له همدې اوس څخه یې په نوموړي وزارت کې د پراخو اصلاحاتو ژمنې کړې، په دې وزارت کې به بنسټیز اصلاحات رامنځته شي او که دا ژمنې به هم د پخوا په شان یوازې د وینا تر بریده پاتې شي.

شریک یي کړئ