Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له اداري فساد سره د مبارزې لپاره په هرات کې لومړنی سمپوزیم جوړ شو

له اداري فساد سره د مبارزې لومړنی سمپوزیم د پرېکنده ملاتړ مأموریت د قومندانۍ له خوا نن جمعه (د تلې پر ۲۱ مه) په هرات ولایت کې ترسره شو.

په همدې اړه مراسمو کې چې په دغه ولایت کې ترسره شوي وو. په لوېدیځه حوزه کې د پرېکنده ملاتړ مأموریت قومندان ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه له اداري فساد سره د مبارزې په کار کې له افغانستان سره همکاره به وي او په دې بهیر کې به له خپلو تجروبو څخه په افغانستان کې کار واخلي.

هغه زیاته کړه:«افغانستان د اداري فساد د له‎منځه وړلو لپاره اوږده لاره په مخ کې لري، خو نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه د پرېکنده ملاتړ مأموریت قومنداني به په دغه بهیر کې له افغانستان څخه ملاتړ وکړي ترڅو په افغانستان کې ښه حکومتوالي ډاګیزه شي.»

هرات چې د افغانستان فرهنګي پلازمېنه یاديږي. د هرات د امنیتي بحثونو د غونډې کوربه دی. هغه غونډه چې د دولتونو په اړه پکې ملي بحثونو کېږي او ننګونې معلومېږي.

په ورته وخت کې د هرات والي محمد اصف رحیمي اداري فساد لکه ترهګري د افغانستان د خلکو په وړاندې ستر ګواښ بولي.

ښاغلي رحیمي څرګنده کړه:«په دې کې شک نشته چې پرېکنده ملاتړ مأموریت له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې زموږ له ځواکونو ملاتړ کوي او موږ اړتیا لرو ترڅو له اداري فساد سره د مبارزې لارې زده کړو، ځکه چې له فساد سره مبارزه، له ترهګرۍ سره د مبارزې په پرتله ستونزمنه ده.»

په دغې سمپوزیم کې دک هرات عدلي او قضايي بنسټونو چارواکو هم حضور درلود.همدارنګه د ایټالیا هېواد د عدلي او قضايي بنسټونو ځینو چارواکو هم له تصویري اړیکې سره له اداري فساد سره د مبارزې په کار کې خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې کړې.

د هرات د استېناف څارنوالۍ رییس عبدالحق احمدي وویل:«د امنیتي بنسټونو کړنې او له عدلي بنسټونو سره د هغوی همغږي ده چې د عدالت په ټینګښت او د قانون په پلي کولو کې له موږ سره مرسته کوي.»

له بلخوا ځينې پوهان، له اداري فساد سره د مبارزې په کار کې له افغانستان سره د نړیوالۍ ټولنې له همکارۍ هرکلۍ کوي.

حقوق پوهې ماریا بشیر په ډاګه کړه:«زموږ خلک دې ته هیله لري، چې له یوه سم پروګرام او درک سره او د تېرو ترخو تجربو څخه په ګټنې وکړای شو د سالمه افغانستان په لور مخ په وړاندې ولاړ شو.»

د دغه سپموزیم جوړونکي ټینګار کوي چې له دې وروسته به هڅه وشي چې له اداري فساد سره د مبارزې په کار کې ګډ پروګرامونه د هرات له عدلي او قضايي بنسټونو له چارواکو سره عملي کړي.

شریک یي کړئ