Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له المان څخه ۲۷ افغان شړل شوي کډوال کابل ته راوسېدل

له جرمني څخه شړل شوي ۲۷ افغان پناه غوښتونکي د پنجشنبې په سهار کابل ته راورسېدل.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د جرمني حکومت د پناه په غوښتنلیکونو توپير لرونکې څرګندونې او دا راز په جرمونو کې ښکېلتیا افغانستان ته د دغو کډوالو د بېرته ستنولو لامل یاد وي.

 عبدالحبیب ته د شپې مهال خبر ورسېد چې زوی یې له جرمني ایستل شوی او د پنجشنبې په سهار په الوتکه کې کابل ته رارسېږي.

دغه کس وايي دوه ویشت کلن زوی یې تېر کال له خپلو یو شمېر ملګرو سره له هېواده اروپا ته ولاړ ترڅو کار وکړي او ښه ژوند ولري.

د کابل اوسېدونکی عبدالحبیب څرګنده کړه:«زوی مې اوه کاله په المان کې وه او وروسته فرانسې ته ځي چې هلته پېژندل کېږي بېرته المان ته راستنېږيي او یو موده بندي وه ترڅو دا چې د شپې ما ته برېښنا لیک راورسېد چې پنجشنبې له المان څخه کابل ته د الوتکې په واسطه استول کېږي.»

داسې ځوانان هم له جرمني کابل ته رارسیدلي چې په افغانستان کې نه دي اوسېدلي او ډېر کلونه په ایران کې کډوال وو.

له جرمي څخه بهر کړل شوی اسماعیل وايي:«د ایران کابو یو مېلیون پیسې مې ولګولې ترڅو ځان اروپا ته ورسوم ما په افغانستان کې ژوند نه دی کړی له ایرانه اروپا ته تللی وم.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په دې باور دی ډېری هغه کسان چې راایستل شوي د جرمني حکومت دوی د خپل هېواد د امنیت لپاره ګواښ بلل.

یو بل رایستل شوی کډوال رستم وايي:«وګوره په لاس کې مې زموږ ډوډۍ ده چې راکړې یې ده ترڅو وې خورو او سبا ته به پیسې هم راکړي چې خپلو کورنیو ته یې یوسو. موږ ته هېڅ نه دي شوي.»

د هغو کسانو لپاره چې راایستل شوي د کډوالو د نړیوال سازمان لخوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همکارۍ د څو شپو لپاره د اوسېدو زمینه برابرېږي او وروسته دا امکانات نه ورکول کېږي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د هغو کسانو لپاره چې له اروپايي هېوادونو ایستل کېږي، په کابل کې د څو شپو لپاره د اوسېدو زمینه برابرېږي.

شریک یي کړئ