Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د پاکستان په کړنه کې بدلون نه دی راغلی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان لپاره د امریکې د تګلارې له اعلان څخه وروسته، له ترهګرۍ په مبارزه کې د پاکستان په کړنه کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او همدارنګه د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي دي.

کله چې ولسمشر ټرمپ د اګست په یوویشتمه د افغانستان او سویلي اسیا په اړه خپله نوې تګلاره اعلان کړه، پاکستان یې ترهګرو ډلو ته په پناه ورکولو تورن کړ او له اسلام اباده یې وغوښتل چې د دغو ډلو پرخلاف اقدام وکړي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د ترهګرو پرخلاف د پاکستان په تګلاره کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال صبغت احمدي په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«له بده مرغه هېڅ بدلون نه دی راغلی او هېڅ پایله یې نه ده لرلې او له پاکستان سره زموږ اړیکې ترینګلې شوي او هره ورځ د خرابېدو په حال کې دي.»

د بهرنیو چارو وزارت له ادعاو سره په ورته وخت کې د کونړ امنیه قومندان جمعه ګل همت ادعا کوي چې طالب او داعش جنګیالي په مستقیمه توګه د پاکستان له خوا تمویلېږي او په افغانستان کې جګړه په مخ بیايي.

شاغلي همت زیاته کړه:«طالبان او داعشیان مزدوران، تل د پاکستان د پوځي ځواک له ملاتړ سره، پر دانګام او چپه درې بریدونه کړي دي.»

د رپوټونو له مخې ټاکل شوې د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ یوه اوونۍ وروسته او د دغه هېواد دفاع وزیر جیمزمټیس د ډسمبر په درېیمه د دوو پلاوو په مشرۍ په جلاجلا توګه پاکستان ته سفر وکړي.

د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو په تېره بیا طالبانو او حقاني ډلې پرخلاف د اقدام لپاره پر پاکستاني چارواکو فشار راوړل د دغو سفرونو موخې بلل شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال میرزا محمد یارمند په دې اړه څرګنده کړه:«که‎چېرې پر پاکستان ښه ځواکمن فشار راوړل شي، هغه یې د مقاومت توان نه‎لري؛ یعنې ظاهراً اړ دی.»

د پوځي چارو کارپوه غرزي خواخوږي په ډاګه کړه:«پاکستان د امریکا د سټراټېژۍ یوه ستره برخه ده او هغه موخې چې لري په هغه کې زموږ ګټه نه‎شته.»

افغانستان شپږ ځله له اسلام اباد، بیجینګ او واشنګټن سره څلوراړخیزې غونډې وکړې، په دغو ناستو کې له پاکستانه غوښتل شوي وو چې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې مرسته وکړي، خو د بهرنیو چارو وزارت دا ناستې بې پایلې ګڼي.

ان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ګواښ وکړ چې له اسلام اباد سره د واشنګټن اړیکې به د ترهګرو پرخلاف د پاکستان په اقدام پورې اړوندې وي.

شریک یي کړئ