Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له شپږ اوونیو روزنې وروسته دبلک هاک چورلکو د الوت لپاره چمتو کېدل

د هېواد د هوايي ځواک شپږ پیلوټان په کندهار کې د شپږو اوونیو له فني روزونې وروسته د امریکايي بلک هاک چورلکو د پیلوټۍ موولیت په غاړه واخیست.

دغو پیلوټانو له دې وړاندې د «مي ای ۱۷» روسي چورلکو پیلوټان وو.

پیلوټ جواد ثاقب په دې اړه وویل:«بلک هاک چورلکې د سیستم او مانورونو له پلوه کولای شي د هوا په بېلابېلو شرایطو کې ګټورې پرېوځي. همدارنګه د مصرف له پلوه، دغه چورلکې کولای شي له ډېر کم مصرف سره وکارول شي.»

دغه پیلوټان وايي چې بلک هاک امریکايي چورلکې د روسي چورلکو په پرتله پرمختللې دي.

پیلوټ جمشید په دې اړه وايي:«د بلک هاک مصرف د مي ۱۷ الوتکو په پرتله کم. له دې وړاندې په یوه ساعت الوت کې موږ ۸۰۰ لیټره تېل مصرفول خو په بلک هاک چورلکو کې ۴۰۰ لیټره تېل مصرف وو.»

له بلخوا د کندهار د هوايي لوا قومندان جنرال رازي شیرزی د دغو پیلوټانو په فراغت غونډه کې وویل چې له دې وروسته به له امریکايي چورلکو ډېره ګټنه وشي.

هغه زیاته کړه:«نن د افغان پیلوټانو لومړنۍ ډله د بلک هاک د پيلوټۍ له شپږ اوونیو روزنې وروسته سندونه ترلاسه کړل. او له دې وروسته کولای شي خپلو الوتنو ته دوام ورکړي.»

جنرال شیرزی وايي چې سوېلي حوزې هوايي ځواکونه به تر راتلونکو څلورو کلونو ډېر سمبال شي.

افغان پیلوټان وايي چې له دې وروسته به په خپلو مأموریتونو کې به له امریکايي بلک هاک چورلکو څخه به ډېر کار واخلي.

تصویر بندانگشتی

د هېواد د هوايي ځواک شپږ پیلوټان په کندهار کې د شپږو اوونیو له فني روزونې وروسته د امریکايي بلک هاک چورلکو د پیلوټۍ موولیت په غاړه واخیست.

دغو پیلوټانو له دې وړاندې د «مي ای ۱۷» روسي چورلکو پیلوټان وو.

پیلوټ جواد ثاقب په دې اړه وویل:«بلک هاک چورلکې د سیستم او مانورونو له پلوه کولای شي د هوا په بېلابېلو شرایطو کې ګټورې پرېوځي. همدارنګه د مصرف له پلوه، دغه چورلکې کولای شي له ډېر کم مصرف سره وکارول شي.»

دغه پیلوټان وايي چې بلک هاک امریکايي چورلکې د روسي چورلکو په پرتله پرمختللې دي.

پیلوټ جمشید په دې اړه وايي:«د بلک هاک مصرف د مي ۱۷ الوتکو په پرتله کم. له دې وړاندې په یوه ساعت الوت کې موږ ۸۰۰ لیټره تېل مصرفول خو په بلک هاک چورلکو کې ۴۰۰ لیټره تېل مصرف وو.»

له بلخوا د کندهار د هوايي لوا قومندان جنرال رازي شیرزی د دغو پیلوټانو په فراغت غونډه کې وویل چې له دې وروسته به له امریکايي چورلکو ډېره ګټنه وشي.

هغه زیاته کړه:«نن د افغان پیلوټانو لومړنۍ ډله د بلک هاک د پيلوټۍ له شپږ اوونیو روزنې وروسته سندونه ترلاسه کړل. او له دې وروسته کولای شي خپلو الوتنو ته دوام ورکړي.»

جنرال شیرزی وايي چې سوېلي حوزې هوايي ځواکونه به تر راتلونکو څلورو کلونو ډېر سمبال شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه