یو تنکی ځوان چې له هلمند ولایت څخه سویډن ته تللی، په دغه هېواد کې پر شپنۍ بوخت دی.
۱۷ کلن حنیف محمدي، د هلمند په جګړه کې خپل مور او پلار له لاسه ورکړي دي. دوه کاله کېږي، چې په سویډن کې دی او لا یې برخلیک معلوم شوی نه دی.
عبدالولي ارین ورسره خبري کړي او وايي، چې حنیف د سټاکهلم د فوټبال په یوې لوبډله کې هم لوبه کوي.
حنیف محمدي په دې اړه وویل:«هره ورځ هلکان وباسي، زه هم اندېښمن یم چې یوه ورځ ما هم ونه باسي.»
افغان کډوال حنیف محمدي په دې کار کې یوازې نه دی شنه ځنګلونه او غونډۍ د خپلو څارویو مالڅریې دی او نوموړی په افغانستان کې د مالونو په څرونه بلد دی.
افغان کډوال حنیف محمدي له ښوونځي وروسته شپونۍ ته مخه کړه. دوه کاله کېږي چې په سویډن کې اوسېږي او په دې موده کې يې سویډنۍ ژبه هم ښه زده کړې ده او له خپل کاره خوښ دی.
حنیف زیاته کړه:«زه ښوونځي ته ځم او له ښوونځي وروسته کار کوم. شپني یو کار دی، هېڅ عیب نهلري.»
د مالدارۍ د فارم څېښتن کریسټین وايي:«هغه زموږ لپاره ډېر ښه کار کړی.ښه دنده ترسره کوي. هغه پوهېږي چې د وزو د څرولو د کار له مسوولیت څخه څه ډول ووځي او د هغوی د ساتنې مسوولیت په غاړه لري.»