Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لوګر کې څلور طالب وسله‎وال وژل شوي دي

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼې په لوګر ولایت کې بېلابېلو نښتو کې د ۴ طالب وسله‎والو له وژل کېدو او ۴ نورو له ټپي کېدو خبر ورکړی.

له یاد وزارت څخه نن( یک‎شنبې د زمري۲۲مه) خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د لوګر مرکز‎، پل علم کې د ترهګرو پرضد پوځي عملیاتو کې ۳ تنه وسله‎وال وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان دي.

خبرپاڼې وړاندې کاږي، د یاد ولایت برکي‎برک ولسوالۍ په سرسنګ سیمه کې د افغان ځواکونو او طالب وسله‎والو ترمنځ نښته کې د یادې ډلې یو غړی وژل شوی او بل یې ټپي شوی دی.

ویل شوي دي چې په دې پېښه کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې تېره شپه یو شمېر طالب وسله‎والو د افغان ځواکونو پر پوستو د لوګر مرکز پورک سیمه کې برید کړی او د افغان ځواکونو له سخت ځواب سره مخامخ او شاتګ ته اړ شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

لوګر کې څلور طالب وسله‎وال وژل شوي دي

د لوګر ولایت مرکز، پل علم او برکي برک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ نښتو کې ۴ وسله وال وژل شوي دي

شریک یي کړئ