Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لویه څارنوالۍ د خدای نظر نصرت د اداري فساد په اړه څېړنه کوي

لویې څارنوالۍ د ولسي جرګې د دارالانشا رییس خدای نظر نصرت د اداري فساد د تورونو په اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي چې د دغه بنسټ څارنوالان، د ولسي جرګې د اداري پلاوي له خوا د رالېږل شویو سندونو له څېړنې وروسته ښاغلي نصرت د اداري فساد په اړه د اړتیا په صورت کې، هغه رابولي او له هغه څخه به پلټنې وشي.

ښاغلي رسولي څرګنده کړه:«زموږ همکاران د دغو سندونو او شواهدو په مطالعه بوخت دي او ډېر ژر به د قضیې په اړه خپلې څېړنې پیل او د قانون د احکامو په روښنايۍ کې به دغې مسلې ته رسېدنه وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې د طلوع نیوز د «ګزارش شش و نیم» پروګرام پر بنسټ، د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي او همدارنګه د دغې جرګې د دارالانشا رییس خدای نظر نصرت، د ولسي جرګې له بودیجې په مېلیونونه افغانۍ تالاترغۍ کړې دي.

د دغه رپوټ له خپرېدو وروسته، له ولسي جرګې څخه یو پلاوی وګمارل شو ترڅو دغه تورونه وڅېړي.

د دغه پلاوي د موندنو پر بنسټ، د ولسي جرګې رییس ملزم شو چې پنځه مېلیونه افغانۍ بېرته ورکړي او ښاغلی نصرت لویې څارنوالۍ ته معرفي شو.

د دغه پلاوي د دغې پرېکړې په غبرګون کې ابراهیمي حاضر شو چې دغه اندازه پیسې ورکړي، خو ښاغلي نصرت لویې څارنوالۍ ته له تلو ډډه وکړه.

له دې ټولو سره، طلوع نیوز د ولسي جرګې د دارالانشا رییس په تړاو د لویې څارنوالۍ له خوا د څېړنو د پیل په اړه، د ښاغلي نصرت د نظر په ترلاسه کولو بریالی نه‎شو.

خو د ولسي جرګې ځینې غړي، د لویې څارنوالۍ له دغه اقدامه هرکلی کوي.

د ولسي جرګې غړي صالح محمد صالح په دې اړه وویل:«دا موضوع د څېړنې لپاره لویې څارنوالۍ ته استول شوې ده او دغه بنسټ مسوولیت لري چې دا مسله په جدي توګه وڅېړي او پایله یې ولسي جرګې ته واستوي.»

بلخوا د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون، د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي د ولسي جرګې د بودیجې په تالاترغۍ تورن وي. هغه وايي:«زموږ څارنوالۍ، ښاغلی ولسمشر او د ملي امنیت مشر، د سیاسي ملحوظاتو له مخې، نه غواړي چې ښاغلی ابراهیمي، څارنوالۍ ته معرفي شي او تر څېړنې وشي.»

په دې سربېرهو له دې وړاندې د ولسي جرګې مشر لویې څارنوالۍ ته په یوه لیک کې ښاغلی نصرت یو صادقه کس بللی او د هغه د پلټنو د مخنیوي غوښتنه یې کړې وه.

لوی سارنوالی می گوید که هیئت اداری مجلس، در نامه یی که به این نهاد فرستاده است آقای نصرت را به فساد اداری و حیف و میل بودجه مجلس نماینده گان متهم ساخته است و از این نهاد خواسته تا این موضوع را بررسی کند.

شریک یي کړئ