لویې څارنوالۍ د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو په اداره کې د قومپالنې لیدلورو او په دې اړه رسنیو ته د دغه بنسټ د پخواني کار کوونکي ثواب الدین مخکښ له پتې د سندونو رسېدو له امله، څېړنې پیل شوې.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ژمنه کوي چې دغه موضوع په جدي او هر اړخیزه توګه به وڅېړل شي او د سندونو او شواهدو بر بنسټ، د ښاغلي مخکښ په اړه به پرېکړه ونیول شي.
ښاغلي رسولي څرګنده کړه:«هغه څه چې زموږ د همکارانو د پلټنو په پایله کې روښانېږي، د قانون د حکومونو په سمون کې به پرېکړه ونیول شي.»
نږدې یوه اوونۍ وړاندې، د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د ادارې د پخواني کارکوونکي ثواب الدین مخکښ د تلګرام له ادرسه د قومپالنې یوه طرحه ډاګیزه شوه وه.
په دې اړه د جمعې پر ورځ ارګ غبرګون وښود او ښاغلی مخکښ یې څارنوالۍ ته معرفي کړ.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینهپال په دې اړه وویل:«ولسمشرۍ ماڼۍ له لویې څارنوالۍ څخه وغوښتل چې دغې موضوع د عامل او عاملانو د روښانه کولو لپاره دقیقه څېړنه وکړي.»
په همدې حال کې د چارو اداره تاییدوي چې د ښاغلي مخکښ له ادرسه دغه طرحه خپره شوې او دا کار منوونکی نه بولي.
د چارو په اداره کې د دولت د چارو د انسجام مرستیال شعیب تیموري وايي:«له بده مرغه داسې شوي او داسې کس له داسې طرحې سره شته او په اداره کې جذب شوی خو مهمه دا ده چې د ادارې دریځ به په داسې کال کې څه وي؟ د ادارې دریځ ډېر روښانه دی او د هغه په اړه اقدام شوی دی.»
هېڅ افغان تر افغان غوره نه دی. دا د ولسمشر اشرف غني مشهور شعار دی. هغه شعار چې د ولسي جرګې د ځینو غړو په وینا، نقض یې د ارګ له نېږدې ادارې نه وشو.
د جرګې غړي نیوکه کوي، چې حکومت تر دې وړاندې ولې د هغو کسانو پر وړاندې ګام نه پورته کاوه، چې تفرقه جوړونکي دي.
د ولسي جرګې غړي سیدعلي کاظمي په دې اړه وویل:«کهچېرې دا ستونزه په بېلابېلو ادارو کې په ځانګړې توګه د چارو په اداره کې وي، دا د بدبختۍ لامل کېږي، د افغانستان خلک په دې اړه له افغان حکومت څخه روښانه او واضح ځواب غواړي.»
د دغې جرګې بل غړي رمضان بشردوست هم په ډاګه کړه:«زموږ ټول سیستم د قوم پر بنسټ استواره دی؛ کهچېرې کومه ورځ واقعاً موږ اساسي قانون تطبیق کړو او هغه کسان چې د اساسي قانون پربنسټ کار کوي، موږ دوی محاکمه کړو؛ زه باور لرم چې د ع او غ څخه نیولې تر محقق او خلیلي او دوستمه او نه پوهېږم ټول دغه کسان باید د څرخي پله د زندان په لور روان شي.»
له دې سره، وروسته تر هغو چې دا لیک ډاګیزه شو، ښاغلي مخکښ له دندې استعفا ورکړه او دا موضوع یې یوه چلوټۍ وبلله.