Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مسکو چمتو دی چې په افغانستان کې له واشنګټن سره همکاري وکړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په خپله کلنۍ وینا کې په افغانستان کې او بیا په شمالي ولایتونو کې د ګواښونو زیاتوالی د اندېښنې وړ وبولي او د افغانستان په شمال کې د ترهګرو د فعالیتونو له پراختیا ګواښ کوي.

پوتیین وایي مسکو چمتو دی چې د افغانستان له خاورې د ګواښونو په کنټرول کې واشنګټن سره همکاري وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څرګنده کړه:«په هغو سیمو کې چې موږ اړتیا لرو له امریکا سره ګډ کار کوو. او که داسې وشول هڅې به اغېزناکې وي. موږ وینو چې په افغانستان کې د نړیوالې ترهګرۍ ګواښونه په زیاتېدو دي. موږ وینو چې د افغانستان په شمالي سرحدي سیمو کې د نړیوالې ترهګرۍ په اداره کې سیمې زیاتېږي.»

له دې سره په ورته وخت کې د روسیې ولسمشر زیاتوي مسکو چمتو دی چې په افغانستان په ځانګړې توګه په شمال کې د امنیت ټینګښت لپاره له افغان ځواکونو سره همکاري وکړي.

ښاغلي پوتین زیاته کړه:« موږ وینو چې د افغانستان مرکزي حکومت د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري او موږ چمتو یوو چې مرسته وکړو. د تېرو کلونو په څېر مرسته، تېرو مرستو کې د افغان ځواکونو روزنه هم وه.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې روسیه له طالبانو سره په همکارۍ او د هغوی په ملاتړ تورنه شوې ده او په دې وروستیو کې رپوټونه خپاره شوي چې د هغه پر بنسټ، روسیه د دغې ډلې د تجهیز سربېره، مالي سرچنې هم د هغوی په واک کې ورکوي.

خو مسکو تل دغه تورونه رد کړي دي.

په داسې حال کې چې روسیه په افغانستان کې د طالبانو په ملاتړ تورنه ده، خو د دغه هېواد ولسمشر وايي چې مسکو چمتو دی له افغان او امریکايي ځواکونو سره يه ګډه د ترهګرۍ د مبارزې په کار کې همکاري وکړي.

شریک یي کړئ