د مشرانو جرګې غړو نن سېشنبې (د چنګاښ ۲۰ مه) د افغانستان د سولې عالي شورا په کړونو له نیوکې سره وویل چې دغه بنسټ له هغه مهاله چې رامنځته شوی د دولت له مخالفو وسلهوالو سره د سولې په اړه کومه لاسته راوړنه نه ده لرلې باید لغوه شي.
د دغې جرګې مرستیال اصف صدیقي وايي هغه پیسې چې د سولې په شورا کې لګول کېږي ښه ده ترڅو د امنیتي ځواکونو په پراختیا کې ولګول شي.
په همدې حال کې د مشرانو جرګې ځینې غړي د دغې شورا پروګرامونه بنسټیز نه بولي او ټینګار کوي هغه پیسې چې دغې شورا ته ورکول کېږي تالاترغۍ کېږي.
اخوا د مشرانو جرګې یو شمېر غړي په داسې حال کې چې د سولې د عالي شورا پر ناتوانۍ ټینګار کوي په ځینو ولایتونو کې د دغې شورا فعالیتونه د ناامنیو د زیاتوالي لامل بولي.
د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري وايي:«په خدای له دې څخه پرته چې د سولې عالي شورا له امله خلک زیانمن شوي بل هېڅ ډول لاسته راوړنه نهلري.»
د دغې جرګې بل غړی څرګندوي:«د سولې عالي شورا کولای شي د سولې لپاره جدي اقدامات ولري ولې په خپلې مخینه کې داسې موضوعګانې لري چې نه پرېږدي د سولې عالي شورا په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره خپل وروستي اقدامونه وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د سولې د عالي شورا د رییس محمدکریم خلیلي په مشرۍ د دې شورا مشرتابه د دوشنبې په ورځ خپله لومړۍ غونډه وکړه.
د مشرانو جرګې مرستیال وايي هغه پيسې چې د سولې عالي شورا ته ورکول کېږي باید د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ولګول شي.
د مشرانو جرګې دغه غړي اصف صدیقي زیاته کړه:«له مرسته کوونکو څخه زما غوښتنه دا ده هغه پیسې چې د سولې لپاره یې ورکوي هغه پیسې دي چې تالاترغۍ کېږي هېڅ لاسته راوړنه نهلري، موږ د دې شاهد یو چې د سولې په شورا کې فساد شته دا باید له منځه ولاړه شي تراوسه یې هېڅ لاسته راوړنه نه ده لرلې.»
خو د سولې عالي شورا چارواکي له طالبانو سره د خبرو په برخه کې د یوې نوې تګلارې خبر ورکوي او هیله من دي چې دا شورا به طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.