Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ناټو:په راتلوونکې کال کې به په افغانستان کې جګړه زور واخلي

د ناټو پرېکنده ملاتړ مأموریت  په راتولونکي کال کې د جګړو له شدت له احتمال څخه یادونه کوي او وايي چې طالبان چمتووالی نیسي چې په لازیاتو تاوتریخوالو لاس پورې کړي.

د پرېکنده ملاتړ مأموریت ویاند چارلېز کلېفلنډ وايي:« طالبان ادعا کوي چې د ملکیانو مرګ ژوبله د هغوی له لورې کم شوې او له بیخ بنسټونو ساتنه کوي، واقعیتونه دا خبره رد وي. واقعیتونه وايي چې طالبان د ملکیانو په وړاندې د تاوتریخوالو په چارو کې له هرې وسیلې کار اخلي.»

په همدې حال کې ناټو وايي چې ۱۳ نړیوالې ترهګرې ډلې په افغانستان کې شتون لري. دغه بنسټ  وايي چې د ۹۸ بهرنیو ترهګرو ډلو څخه ۲۰ ډلې یې د افغانستان او پاکستان په پوله کې دي.

 د ناټو د پریکنده ملاتړ مأموریت د شمېرو پر بنسټ، په افغانستان کې د داعش ډلې شمېر زرو تنو ته راکم شوې دي چې له هغې ډلې ۷۰۰  تنه یې د ننګرهار او کنړ په ځینو برخو کې فعالیت لري.

د ناټو پریکنده ملاتړ مأموریت زیاتوي چې د روان زیږدیز کال په پیل کې داعش ۱۱ ولسوالۍ په واک کې لرلې خو اوس په درېیو ولسوالیو کې حضور  لري.

د ناټو ویاند چارلېز کلېفلنډ زیاته کړه:« یو شمېر کسان په دې باور دي چې طالبانو د داعش په ضد ډېر پرمختګونه کړي دي. دا په بشپړه توګه ناسمه خبره ده. بلکې افغان امنیتي ځواکونو د امریکايي ځواکونو په ملاتړ دا ډله ځپلې ده.»
 
د ملي شورا یو شمېر غړي ټینګار کوي چې په راتلوونکي کال کې د جګړو د پراختیا د مخنیوي لپاره باید امنیتي ځواکونه په ژمي کې عملیات ترسره کړي.

په ولسي جرګې کې د کورني امنیت د کمېسیون رییس میر داد نجرابي په دې اړه وویل:«زه فکر کوم چې په عراق او سوریه کې د داعش له ماتې سره، دغه ډله هڅه کوي چې په راتلوونکې کال کې افغانستان ته راشي.پاکستان به هم له طالبانو څخه لاډېر ملاتړ وکړي ترڅو په راتلوونکې کال کې په افغانستان کې د جګړې د اور لمبې زیاتې کړي.»

د مشرانو جرګې د دفاعي کمېسیون رییس محمدنادر بلوچ هم زیاته کړه:«د هغو ترهګرو ډلو اصلي اډې چې بهرني موخې لري په پاکستان کې دي.نن واقعاً د افغانستان خلک او دولت اندېښمن دی.»

طالبانو په دې وروستیو کې په درې اړخیزه غونډه کې د مسکو لخوا د ملګرو ملتونو له تور نوملړه څخه د یو شمېر طالب مشرانو د نومونو د ایستلو له پرېکړې ستاینه کړې ده، خو دا غونډه د افغان حکومت له سختې نیوکې سره مخ شوې ده.

شریک یي کړئ