Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نیویارک کي یوه افغان ډپلوماټ خپله مېرمن وهلې ده

امریکايي رسنۍ په نیویارک کې د یوه افغان ډپلوماټ لخوا د خپلې مېرمنې د وهلو ټکولو راپورونه خپاره کړې دي‎.

رسنیو زیاته کړه ده چې محمدیما عیني خپله مېرمن، مژګان سخته وهلې، خو د ډپلوماتیک خوندیتوب درلودو له امله نه دی نیول شوی.

یما په امریکا کې د افغانستان دایمي استازی دی، نوموړي په کور کې د خپلې مېرمنې تر وهلو ټکولو وروسته هغه د شنبې پر ورځ( د چنګاښ۳۱مه) روغتون ته لېږدولې ده.

مژګان د روغتون ډاکټرانو ته ویلي دي چې مېړه یې د هغې وېښتان کش کړي، په څپېړه او سوکانو یې وهلې ده.

ویل شوي چې د هغې پر ښی سترګه د وهلو ټپ هم ښکارېدو.

یما عیني ۴۶ کلن دی او مېرمن یې ۳۰ کاله عمر لري.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو برخه کې غړیتوب ته نوماند دی. خو قانون پوهان وایي، ښایي د یما دا کار، د ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو غړیتوب کې د افغانستان نوماندۍ باندې اغېز پرېنږدي.

دغه افغان ډپلوماټ د خپلې مېرمنې وهل ټکول رد کړي دي.

د یاد ډپلوماټ مېرمنې، مژګان روغتون کې کارکوونکو ته ویلي دي چې خاوند یې وهلې ټکولې ده او پر مخ یې هم د تاوتریخوالي نښې هم وې

شریک یي کړئ