Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نېکلسن:نوې تګلاره به په افغانستان کې جنګي لوبه په بل مخ کړي

د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نېکسن وايي چې راتلونکی کال به پر طالبانو پوځي، ډیپلوماټیک او ټولنیز فشارونه زیات شي.

نېکسن زیاتوي چې په نېږدې ورځو کې به، د داعش ډلې په وړاندې به د جوزجان او فاریاب په ولایتونو کې د افغان او امریکايي ځواکونو ګډ پوځي عملیات پیل شي.

د افغانستان او سوېلي اسیا په اړه د امریکا د نوې تګلارې له اعلانه څو میاشتې وروسته د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان وايي چې د افغانستان په جګړه کې به د امریکایي ځواکونو رول زیات شي او په راتلونکي کال کې به په ټول هېواد کې زر تنه امریکايي پوځیان ګزمې او جنګي ماموریت ترسره کوي.

جنرال نیکلسن وايي چې په افغانستان کې د امریکا د نوې تګلارې موخه سولې ته رسېدل دي.

هغه زیاته کړه:« موږ به پر دښمن په درې ډوله فشار سره سولې ته ورسېږو، لومړی د عملیاتو او د پياوړو امنیتي ادارو لخوا پوځي فشار، دوهم ډیپلوماټیک او پر هغو کسانو چې طالبان او حقاني ډله پياوړي کوي فشار راوړل او درېیم په راتلونکو دوو کلونو کې د ټاکنو په بڼه ټولنیز فشار او که په معتبره توګه ترسره شي، د حکومت مشروعیت به د خلکو په وړاندې زیات کړي.»

د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان زیاتوي د امریکا تګلاره به په افغانستان کې وضعیت بدل کړي خو د هغه په وینا تراوسه دې تګلارې د پاکستان چلند نه دی بدل کړی او دا هېواد اوس هم د ترهګرو پټن‎ځای دی.

جنرال جان نېکلسن څرګنده کړه:« موږ تراوسه دغه بدلونونه نه دي لیدلي، هیله من یو چې دا بدلون راشي او له نېږدې له پاکستانیانو سره کار وکړو ترڅو هغه ترهګر چې له ډیورنډ کرښې راتېرېږي له منځه یوسو.»

دغه امریکایي جنرال د نشه‎یي توکو د تولید پر کارخونو د هوايي بریدونو پر دوام په ټینګار سره وايي په دغو بریدونو کې یوازې په درېیو ورځو کې له اوه تر لس مېلیون ډالر طالبانو ته زیان رسېدلی دی.

د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان وايي چې د امریکا تګلاره به په افغانستان کې وضعیت بدل کړي خو د هغه په وینا تراوسه دې تګلارې د پاکستان چلند نه دی بدل کړی او دا هېواد اوس هم د ترهګرو پټن‎ځای دی.

شریک یي کړئ