Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هسکې‎مېنې کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید ۸ملګي وګړي وژلي

د بهرنیو ځواکونو په هوایي عملیاتو کې د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې اته ملکي وګړي وژل شوي او لس نور ټپیان دي، د یادې ولسوالۍ اوسیدونکي وایي چې د یک شنبې ورځ غرمه مهال(دزمري لومړۍ) په مریز او میاه جي بابا کلیو کې بهرنیو ځواکونو هوایي بریدونه کړي چې پکې د ملکي وګړو کورونه هم په نښه شوي.

بلخوا د ننګرهار امنېتي چارواکي په یادو بریدونو کې د ۲۵ داعېشیانو د وژل کېدو ادعا کوي او ملکي وګړو ته هم اوښتې مرګ ژوبله مني.

د هسکې مینې ولسوالۍ اوسیدونکی، نیاز وايي:«میاه جي بابا سیمه کې په یوه فاتحه کې خلک راټول شوي و، ایتلافي ځواکونو بمباري وکړه او ډېر کسان یې شهیدان کړه او څه کسان مو دلته شفاخانې ته راوړل.»

د هسکې مېنې ولسوالۍ بل اوسیدونکی، مدیر خان زیاتوي:«بمبار یې وکړو، ښه ډېر اوس مالومه نه ده چې څومره کسان به زخمیان شوي او شهیدان شوي وي.»

ویل کېږي په سیمه کې د ملکي وګړو کورونه هم زیانمن شوي او غوښتنه کېږي چې د بریدونو پر مهال باید د ملکي وګړو مرګ ژوبلې مخنېوي ته پاملرنه وشي.

د ولسي جرګې غړی، ډاکټر عصمت شینواری وايي:«ما مالومات وکړل اته نفر شهیدان دي، یوه ښځه هم پکې شهیده شوې او لس کسه نور عام وګړي پکې ټپیان دي. باید د دغسې بمباریو مخه ونیول شي، د ملکي وګړو خوندیتوب ته باید جدي پاملرنه وشي.»

خو حکومتي چارواکي په یادو بریدونو کې د ۲۵ داعشیانو د وژل کیدو ادعا کوي او د ملکي وګړو مرګ ژوبلې مالومیدو لپاره د پلاوي ټاکل کیدو یاده کوي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند، حضرت حسین مشرقیوال په دې اړه وايي:«دوی د ملکي وګړو له کورونو څخه استعفاده کوله، ځواکونو ډېره هڅه وکړه چې ملکي وګړي خوندي وساتي، یو شمېر ډلمشران هم د داعېش وژل شوي چې ټول پکې پنیځه ویشت داعشیان دي. قرار د مالوماتو یو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې سیمې ته یې د څېړنو لپاره پلاوی استول شوی دی.»

د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې داعش وسله‎واله ډله فعالیتونه لري چې بهرني ځواکونه پرې ډېر کله هوایي بریدونه کوي.

خو حکومتي چارواکي په یادو بریدونو کې د ۲۵ داعشیانو د وژل کیدو ادعا کوي او د ملکي وګړو مرګ ژوبلې مالومیدو لپاره د پلاوي ټاکل کیدو یاده کوي

شریک یي کړئ