Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هغه ځوان چې پر حکمتیار دبوټ ګوزار کړی وه عدلي بنسټونو ته معرفي شو

د هرات ځايي چارواکي وايي هغه ځوان چې تېره ورځ د جمعې ورځې د لمانځه د ادا کولو پر مهال د حزب اسلامي پر مشر ګلبدین حکمتیار د بوټ ګوزار وکړ ټاکل شوې ده عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شي.

دا ځوان عبدالواحد نومېږي او د هرات د ګذرې ولسوالۍ د دادشان کلي اوسېدونکی دی.هغه د بوټ له ګوزار څخه وروسته د ملي امنیت ځواکونو نیولی دی او لا هم په بند کې دی.

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، دا ځوان به عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شي.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي:«د حزب اسلامي امیر، دغه کس یې بښلی، خو باید په تمه پاتې شو ترڅو ووینو چې عدلي او قضايي بنسټونه د دغه تورن په اړه څخه پرېکړه کوي.»

په ورته وخت کې د هرات ولایت ځینې اوسېدونکي؛ د دغه ځوان دا کړنه د کورنۍ جګړې عاملینو نه د هېوادوالو د کرکې په مانا بولي.

د هرات اوسېدونکی امید صدیقي څرګنده کړه:«هغه کسان چې په ټولنه کې ښه مخینه نه‎لري او له کرکچنو څېرو څخه شمېرل کېږي، او حتا له راستنېدو څخه وروسته هم بیا هم د خلکو په منځ کې د تفریقې اچولو په لټه کې دي، دا د دې لامل کېږي چې خلک په داسې کارونو لاس پورې کړي.»

په همدې حال کې د هرات د ولایتي شورا ځینې غړي سیاسي مسایلو کې له جوماتونو نه ګټنه باندې نیوکه کوي.

د هرات د ولایتي شورا غړی حبیب الرحمان پدرام په دې اړه وویل:«جوماتونه باید د ناوړه سیاسي ګټو لپاره ونه کارول شي او د دغو جوماتونو مسوولین باید ځواب ورکړي چې په کوم حق داسې کار یې کړی دی.»

داسې تصویرونه هم خپاره شوي دې چې د حزب اسلامي غړی جمعه خان همدرد، له عبدالواحد سره لیدلي دي، هغه کس چې پر حکمتیار یې د بوټ ګوزار کړی.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي چې حکمتیار برید کوونکی بښلی دی. له دې سره، د هرات د علماو شورا دا کار جومات ته سپکاوی بولي.

خو ځینې حقوق پوهان وايي چې له دغه کس سره قانوني چلند د حزب اسلامي د مشر په شکایت پورې تړاو لري.

د هرات د وکیلانو د ټولنې مسوول رفیع نادري وویل:«دا پېښه د زغم وکړ جرایو له ډلې دي؛ په هغه صورت کې چې مدعي د قانوني چلند غوښتونکی شي، تورن محاکمه ته کاږل کېږي او که‎چېرې مدعي د خپلې دعوا د دوام غوښتونکی نه وي، دا موضوع د تعقیب وړ نه ده.»

له دغې پېښې وروسته ښاغلی ګلبدین حکمتیار په جامع جومات کې په خپله وینا کې وویل چې په څو وروستیو لسیزو کې په ځلونو یې هڅه وکړه چې ما ووژني.

هغه په دې اړه په ډاګه کړه«په دغو ۵۰ کلونو کې ، د کابل ټول حکومتونه او د بهرني ملاتړي د جاسوسي شبکو په ګډون لکه «سي ای اې» او «کې جي بي» زما د وژلو په هڅه کې وو، خو اوس زه ژوندی یم او هغوی نه.»

 له ۲۰۰۱ زیږدیز کال راهیسي، ګلبدین حکمتیار د یوه سیاسي ګوند یوازینی مشر دی چې د خپل سیاسي فعالیت لپاره د هرات په ستر جومات کې وینا کوي.

شریک یي کړئ