Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند افغانستان کې ترهګریز ګواښونه د ځان لپاره ګواښ بولي

کابل کې د هند سفیر، من‎پریټ‎ ووهرا د هند خپلواکۍ اویایمې کلیزې لمانځ‎غونډه کې وویل چې د سیمې یو شمېر هېوادونه هڅه کوي تر څو د افغانستان سولې بهیر له ستونزو سره مخ او ورانکاری سیاست مخې ته وړي.

ده ټینګار وکړ چې هند له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان خلکو او حکومت ترڅنګ ولاړ دی.

نوموړی پاکستان ته په اشارې سره وايي په سیمه کې ځینې له ترهګرۍ په ملاتړ سره ورانکاري سیاستونه تعقیبوي.

ښاغلي ووهرا وویل:«له بده مرغه زموږ په ګاونډ کې ځینو تل د سولې هڅې ناکامې کړې او د سیمه ایزې همکارۍ بهیر یې ګډوډ کړی، هند له هغوي غواړي خپل ورانکاري سیاستونه بدل کړي.»

دغه هندي دیپلومات ترهګري هماغه شان چې افغانستان یې ګواښ بولي د هند لپاره هم ګواښ ګڼي.

د هند سفیر زیاتوي:«موږ به تل د افغانستان ترڅنګ ولاړ و او هڅه کوو هغه ننګونې چې دا هیواد ورسره مخامخ دی ترې خلاصون ومومي او په یوه بریالي، ارام او سوله ایز هیواد بدل شي، موږ له افغانستان سره یو لاس یو ترڅو د دې هیواد ستونزو ته ستراتیژيکې حل لارې پیدا کړو.»

په دغو مراسمو کې د ولسمشر دوهم مرستیال، سرور دانش هند له هغو هېوادونو څخه بولي چې له سیاسي پلوه په سیمه او نړۍ کې بنسټیز ځاي لري.

ښاغلي دانش څرګنده کړه:« که څه هم چې اوس د افغانستان دولت په یوه تپل شوې جګړه کې ښکېل دی او له ترهګرۍ سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی او هره ورځ زمو امنیتي او دفاعي ځواکونه او ملکي کسان د ترهګرو تر بریدونو لاندې راځي، خو زموږ د هېواد سیاست د اقتصاد پر اساس دی  او له همدې امله باید د سیمې هېوادونو سیاست هم همداسې ووسي.»

هند په تېره څه د پاسه یوه نیمه لسیزه کې د افغانستان په بنسټیزو برخو کې دوه نیم میلیارد ډالره مرسته کړې او د یو میلیارد ډالرو نورې مرستې ژمنه یې هم کړې ده.

د هند سفیر په دغو مراسمو کې وايي نوي ډیلي تل د نه تاوتریخوالي او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې سیاست تعقیب کړی دی

شریک یي کړئ