Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د سولې په اړه د اجماع د جوړېدو لپاره د اروپايي ټولنې هڅې

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر وايي چې د افغانستان د سولې بهیر په تړاو یې د ملي او نړیوالې اجماع د جوړېدو لپاره هڅه پيل کړي دي.

د اروپايي ټولنې سفیر وایي، چې د افغانستان په اړه د دغې ټولنې نوې تګلارې ته په کتو او د سولې د بهیر په تړاو په لومړي ګام کې د ملي او ورپسې د نړیوالې اجماع جوړېدو ته اړتیا شته.

د اروپايي ټولنې سفیر دغه څرګندونې نن په کابل کې د یو شمېر حکومتي چارواکو او د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له استازو سره د افغانستان لپاره د سولې غږ په نوم غونډه کې وکړې.

په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر وايي په دغه ناسته کې هڅه کوي د افغانستان د سولې په بهیر کې د تېرو کلونو بریاوې او ناکامۍ وڅېړل شي.

د اروپايي ټولنې سفیر پيري میاډون په دې اړه څرګنده کړه:« په افغانستان کې سوله د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې د نوې تګلارې په لومړیتوب کې ده، داسې تګلاره چې د اروپايي ټولنې ۲۸ غړي هېوادونه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر د پرمخ بیولو غوښتونکي شوي دي. د دې تګلارې په چوکاټ کې غواړو د دغه بهیر په اړه سیمه‎ییزه او نړیواله ملي اجماع رامنځته کړو.»

د سولې د عالي شورا مرستیال وايي په تېرو څو کلونو کې د مخالفو وسله والو د پخلاینې او له ټولنې سره د یو ځای کېدو په نوم بهیر ناکام وه او له همدې امله دا شورا هڅه کوي پر ځای یې د دې بنسټ د غړو د ظرفیتونو لوړولو او د هېوادوالو پوهاوي ته پام وکړي.

د سولې عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي وايي:« د بیا یو ځای کېدو بهیر په تېرو وختونو کې یو ناکام پروګرام وه له همدې امله دا بهیر د سولې د عالي شورا له نوې تګلارې ایستل شوی دی.»

له دې ټولو سره د حج او اوقافو وزیر وايي یو لامل چې د جګړې په دوام کې اغېزناک دی د اسلامي احکامو له نظره د انساني ژوند له ارزښتونو بې خبري ده.

د اروپايي ټولنې له هڅو سره سره امریکا د افغانستان د سولې په بهیر کې د ملګروملتو سازمان د پیاوړي رول غوښتنه کړې ده.

ټاکل شوې د ملګروملتو د امنیت شورا یو پلاوی څو ورځې وروسته کابل ته راشي او په دې اړه له افغان چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

دا ټول په داسې حال کې دي چې له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د خبرو اترو بهیر ظاهراً له بندون سره مخ شوی دی که‎څه هم په دې وروستیو کې د سولې عالي شورا د دغو خبرو اترو د بیا پیل لپاره هڅې پیل کړي دي؛ دغې شورا په دې وروستیو کې اعلان کړی چې حاضره ده له طالبانو سره د خبرو اترو د مخ بیولو لپاره دغې ډلې ته اجازه ورکړي چې په کابل کې ځان ته دفتر پرانیزي. دغه څرګندونې عبدالله عبدالله هم تایید کړې، خو تراوسه چې له دغو ویناو څخه کابو دوه میاشتې تېرېږي، طالب ډله تراوسه خبرو اترو ته حاضره شوې نه ده.

بل خوا سپینه ماڼۍ غواړي چې د افغانستان د کړکېچ په هواري کې د ملګرو ملتونو سازمان ونډه څرګنده او زیاته شي.

شریک یي کړئ