Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وال سټریټ ژورنال: امریکا په افغانستان کې ۱۲ زره پوځیان لري

امریکایي چارواکي وایي؛ د امریکا متحده ایالتونه غواړي، چې په افغانستان کې د داعش پر وړاندې مبارزه کې، له هغو تجربو څخه ګټه واخلي چې په عراق او سوریه کې یې ترلاسه کړي دي.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر وايي، د دغه هېواد لوی درستیز به په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د شمېر په اړه پرېکړه وکړي.

له دې ټولو سره، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې داسې رپوټ خپور کړی، چې په‎کې راغلي؛ په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر تر هغه زیات دی چې امریکایي چارواکي یې وايي.

امریکايي ځواکونه او کُردي ملیشې په عراق کې له داعش جنګیالیو سره په سختو جګړو بوخت دي،

اوس د امریکا ولسمشر د افغانستان د جګړې په اړه نوې تګلاره اعلان کړې ده، واشنګټن وايي چې غواړي په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو لپاره په عراق او سوریه کې له داعش ډلې سره په مبارزه کې له خپلو تجربو کار واخلي.

د دې موضوع جزئیات روښانه نه دي، خو د عراق دولتي ځواکونو او سیمه‎ییزې ملیشې د امریکايي ځواکونو په مرسته توانېدلي شپږ لوي ښارونه له داعش څخه بېرته ونیسي او په سوریه کې هم سیمه‎ییزو پوځیانو چې د امریکا لخوا یې ملاتړ کېږي، داعشیان یې له څلورو مهمو ښارونو ایستلي دي.

 په عراق کې له داعش څخه نیول شوي ښارونه: موصل، فلوجه، بعقوبه، تکریت، اوبوغریب او رمادي

په سوریه کې له داعشه نیول شوي ښارونه: دیرالزور، منبج، جرابلس او حلب په دې لړ کې تمه کېږي چې د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا د نوې تګلارې له مخې په هېواد کې د دغه امریکايي ځواکونو شمېر زیات شي، خو ظاهراً تراوسه د دغو پوځیانو د شمېر په اړه پرېکړه نه ده شوې.

د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس په دې اړه په ډاګه کړه:«کله چې د امریکا لوی درستیز ما ته وړاندیز وکړ، زه به د لازیاتو پوځیانو د لېږلو په اړه پرېکړه وکړم.»

دا په داسې حال کې دی چې یو امریکايي څېړونکي په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان په اړه د پخواني ولسمشر بارک اوباما تګلاره د ټرمپ د تګلارې په پرتله سخته بولي.

کلپ: تریو ترال، پژوهشگر انستیتوت کاتوی امریکا

د امریکا د کاټوي انسټېټیوټ څېړونکی ترېو ټرال وايي:« فکر نه کوم چې لږ ځواکونه به په افغانستان کې بدلون راوستلای شي، موږ له یوه دوامداره بندون سره مخامخ یوو او هڅه کوو چې پر طالبانو فشارونه زیات کړو ترڅو دوی خبرو ته حاضر شي خو هغوی د دغو خبرو لپاره دلیل نه ویني ځکه کارونه یې په ښه توګه پرمخ ځي.»

دا په داسې حال کې دي چې وال سټریت ژورنال د امریکا د یوه امنیتي چارواکي له خولې لیکلي امریکا اوس په افغانستان کې ۱۲ زره پوځیان لري په داسې حال کې چې واشنګټن په رسمي توګه په افغانستان کې د ۸ زره او ۵۰۰ پوځیانو شتون تاییدوي. 

شریک یي کړئ