Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشر د ځانګړو عملیاتو فرقه په قول اردو بدله کړه

له څومیاشتو انتظار وروسته ولسمشر غني(یک‎شنبې د زمري۲۹مه)د عملیاتو ځانګړې فرقه په رسمي ډول قول اردوته لوړه کړه.

ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د ځانګړو ځواکونو په قوماندانۍ کې جوړې شوې غونډې ته وویل د دغه قول اردوقوماندان به جنرال بسم الله وزیري وي.

ولسمشر وویل:«د کال په سر کې کله چې زه دلته راغلم دوه خبرې مې درلودې، لومړۍ دا چې فرقه په قول اردو بدله شي او دوهم دا چې جنرال صاحب وزیري د قول اردو قومندان په توګه وټاکل شي.»

آقای غنی دراین مراسم پیامی به دشمنان کشور نیز دارد.

ده وړاندې وویل:«په هر ځای کې چې ګټه کوي. دښمن ته ټکان ورکوي، زموږ د هېواد دښمنانو ته یو پیغام لري، دا چې یا تسلیم شئ او یا به د هېواد ځانګړې ځواکونه تاسو تلیمېدو ته اړ کړي.»

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت سر پرست، طارق شاه بهرامي وايي، ځانګړو ځواکونو ترهګر پرې نښودل چې خپلو سترو موخوته ورسیږي.

ښاغلي بهرامي وړاندې وویل:«ستاسو اتلانو بریالیو عملیاتو جګړه بدله کړې ده او دښمن خپلې لویې موخې چې جوړې کړې یې وې ورته ونه رسېدل.»

اوس مهال به هیواد ځانګړو ځواکونو شمیر دوه چنده یانې له ۳۰ زره به هم ډیر شي.

د ځانګړو ځواکونو فرقه قول اردو ته لوړیدل د حکومت د څلور کلن پروګرام یوه برخه وه.

ولسمشر غني قول اردو ته د ځانګړو ځواکونو فرقې لوړونې مراسمو کې وویل چې د ځانګړو ځواکونو شمېر به له ۱۳ زرو څخه ۳۰ زرو ته لوړ کړي

شریک یي کړئ