Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټاکنو کمېسیون پنځه غړي غواړي چې د دغه کمېسیون رییس ګوښه کړي

هغه سندونه چې طلوع نیوز ته رسېدلي د دې ښودنه کوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پنځه تنه کمېشنران، د دغه بنسټ رییس د مدیریت په کمزورتیا تورن وي او ګواښ کوي چې د نجیب الله احمدزي د کار دوام، د ټاکنو د پڅېدو لامل کېږي او له همدې امله باید ژر تر ژره هغه له خپلې دندې لیرې کړل شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پرېکړې له مخې چې طلوع نیوز ته رسېدلې عبدالبدیع صیاد، وسیمه بادغیسي، ملیحه حسن، معاذالله دولتي او عبدالقادر قریشي د لړم پر ۲۱مه نېټه د دغه بنسټ د رییس نجیب الله احمدزي کړنې څېړلې دي.

دوی له څېړنو وروسته دې پایلې ته ورسېدل چې ښاغلي احمدزي د ټاکنو قانون او ملي ګټو خلاف د دغه کمېسیون په مصوبو کې يې کم کاري کړې او د دغه بنسټ د رییس له واکونو نو يې سمه ګټه نه ده اخیستې.

حقوق پوه محمد صادق باقري په دې اړه وویل:«د ټاکنو قانون په ۱۶ مه ماده کې د ۸ موردونو وړاندوینه شې چې د کمېسیون د غړو د ګوښه کولو له هغې ډلې د کمېسیون رییس هم شامل دی. په درې فقرو کې د کمېسیون په غړو کې واک نشته، خو په پنځو فقرو کې واک د کمېسیون له غړو سره دی. یعنې که‎چېرې رییس د خپل ریاست په وخت کې د ګوند غړی وي، نا علاجه ناروغ وي،د اوږدې مودې لپاره نه وي یا یې له قانون څخه سرغړونه کړي وي، ملي ګټې یې رعایت کړي نه وي او یا یې تبعیضي چلند ولري د لیرې کولو امکان یې شته.»

په دغه سند کې لیدل کېږي چې د نجیب الله احمدزي په اړه د هغه په شتون کې پرېکړه شوې خو ښاغلي احمدزي او د دغه کمېسیون کمېشنر رفیع الله بیدار له خوا لاسلیک شوې نه ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي د دې پرېکړې په اړه طلوع نیوز ته څه نه وايي.

په همدې اړه پر ټاکنو  څارونکي بنسټونه د ټاکنو احتمالي ترسراوی د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کمزوري مدیریت له امله تر دوه کلونو پورې بولي.

خو د دغه کمېسیون د دارلانشاء رییس وايي، تر راتلونکو دوو اونیو پورې د رایي ورکوونکو نوملړ به هم چمتو او ټاکنې به په تازه برېښنايي کارټونو سره ترسره شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس امام محمد وریماچ په دې اړه څرګنده کړه:«د کمېسیون پرېکړه دا ده چې د پېژندپاڼې له مخې نوي کارټونه ووېشل شي او ټاکنې ترسره شي.»

په همدې حال کې پرټاکنو د څار بنسټونه وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمزور مدیریت د رڼو ټاکنو په ترسره کېدو کې اغیز لري.

له دې مخکې رپوټونه خپاره شول چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس نجیب الله احمدزی د حکومت د رهبرانو د فشار له امله استعفا‌‌ء ورکړې ده.

شریک یي کړئ