د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د طالبانو او القاعدې ډلو ملاتړو هېوادونو ته خبر داری ورکړ او زیاته یې کړه چې پر وړاندې به یې لاس په کار شي.
ده وړاندې وویل، اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې د طالبانو، القاعدې او حزب اله ډلو ملاتړي هېوادونه په ډاګه شي او مسوؤل وپيژندل شي.
د نوموړي په وینا، طالبان د نورو ترهګرو ډلو په شان بې ګناه خلک وژني او امریکې د دې ډلې پروړاندې خپل چلند بدله کړی دی.
که څه هم ټرمپ په ډاګییزه توګه له پاکستان څخه نوم وانخیست، خو د ترهګرو په ډله کې یې له طالبانو یادونه وکړه او ویې ویل چې له دې څخه وروسته د ترهګرو ډلو څخه د ملاتړي هېوادونو پر وړاندې به ودریږي.
ټرمپ وړاندې وویل:«موږ نه باید د ترهګرو ډلو امن پټنځایونو ته نور اجازه ورکړ او د دوی د ترانزیت، تمول، ترڅنګ یې د دغه بد صفته او شیطاني ایدیولوژي مخه ونیسو، باید ترهګرو له خپل هېواد څخه وباسو.»
اوس د دې وخت رارسیدلی چې هغه هېوادونه افشا کړو چې له القاعده، طالبان الو حزبالله ډلو څخه هر اړخیز ملاتړ کوي او دغه ډلې پریږدي چې بی ګناه خلک ووژني.
نوموړی زیاتوي چې له طالبانو پر وړاندې د امریکا چلند او دریځ یې بدل کړی دی.
ټرمپ وویل:«تیره میاشت د ترهګرو ډلو پر وړاندې د افغانستان د بریا لپاره ما یوه تګلاره اعلان کړه. یاده تګلاره به زموږ امنیتي ګټې، وخت او د پوځي عملیاتو بڼه وڅاري، یاده تګلاره د وخت پر بنسټ نه بلکې شرایطو ته په کتو سره به پر مخ ځي.»
د یادو خبرو ترڅنک ټرمپ وويل، ایران خپلو ګاونډیو هیوادونو ته بلوا او تاوتریخوالی لیږي.
د امریکا ولسمشر په دې اړه زیاته کړه:«د ایران رژیم له خپلو ګاونډیو سره د ترهګرو ډلو پر وړاندې په مبارزه کې د خپلو ژمنو برخلاف له یادو ډلو ملاتړ کوي. تهران ترهګرو ډلو ته مالي سرچینې برابروي.»
ټرمپ یوه میاشت مخکې افغانستا لپاره خپله پوځي تګلاره اعلان کړه په دې تګلاره کې د امرییکا ولسمشر ویلي، واشنګتن تر ډیره په افغانستان کې ملت جوړونه نه مني بلکې له دې وروسته به د ترهګرو ډلو پر اډو جدي بریدونه ترسره کوي.