د وال سټريټ ژورنال خبر له مخې، د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالنډ ټرمپ د دې هېواد څارګرې ادارې یا سي آي اې ته د بېپيلوټه الوتکو د کاروَنې واک ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پخوانې ولسمشر، بارک اوباما د یادو الوتکو استفاده د سي آی اې پر ځای د دې هېواد پوځ ته ورکړې وه.
تر اوسه سپنې ماڼۍ او سې آي اې په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.
امریکا په لیري واټن کې د ترهګرو ځپلو کې د بېپيلوټه الوتکو ونډه اغېزمنه بولي.
د امریکا نوي حکومت واک ته رسېدو سره تېره اوونۍ له ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته د بېپېلوټه الوتکې برید ترسره کړی دی.
له دې الوتکو امریکا متحده ایالاتونو د افغانستان او یمن جګړو کې کار اخیستی دی.