Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پارلمان:د پاکستاني ملایانو فتوا د امریکا د سیاسي فشارونو پایله وه

د ولسي جرګې ځینو غړو نن چهارشنبې (د مرغومې په ۲۷ مه) د ځانمرګو بریدونو د حراموالي په اړه د پاکستاني علماوو وروستۍ فتوا ډېره وروسته او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د پاکستان د جنجالي ونډې په اړه د امریکا د فشارونو پایله بولي.

اخوا ولسمشر غني، وايي چې د پاکستاني علماوو فتوا باید یوې ځانګړې خاورې او واکمنۍ ته منحصره نه وي.

په ورته وخت کې په پاکستان کې د دین یو عالم مولانا فضل الرحمان په ځلونو په افغانستان کې جګړه جهاد بللې اوس وايي چې د اسلام اباد بهرني سیاست د افغانستان په وړاندې ماتې خوړلې ده.

هغه ټینګار وکړ چې امریکا هم له دې وروسته پر اسلام اباد باور نه‎لري.

له هغې وروسته چې پاکستان کې د یو زره او ۸۰۰ دیني عالمانو له خوا ځانمرګي بریدونه حرام وبلل شول اوس‎ د فتوا د افغانستان له غبرګون سره هم مخامخ شوه.

د ولسي جرګې غړې وږمه صافۍ وايي:«پاکستاني دیني عالمانو هغه وخت اذان وکړ چې د دوی سر د پرېکېدو دی.»

د ولسي جرګې بل استازي حبیب افغان هم څرګند وي:«کاش کې لس کاله مخکې دا پرې کړه شوې وای چې ځانمرګی برید حرام دی.»

د پاکستان د دغه اقدام یو لامل پراسلام اباد د امریکا فشارونه بلل کېږي.

د ولسي جرګې غړي غلان فاروق مجروح وویل:«هغه فشارونه چې په دې وروستیو کې پر پاکستان راغلي دي ښې پایلې یې لرلې دي.»

د ولسي جرګې استازی عبیدالله بارکزی زیاتوي:«د پاکستان علماوو فتوا، په پاکستان کې یې ځانمرګی برید حرام بللی نه د افغانستان لپاره.»

خو افغان حکومت د پاکستان له دیني عالمانو بله غوښتنه لري.

افغان ولسمشر اشرف غني وویل:«تاسې دغه علماوو وپوښتئ چې په یوه هېواد کې د علماوو فتوا له کوم وخته وي.»

شریک یي کړئ