Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان مني چې د زنبق‎څلورلارې ځانمرګي په پاکستان څخه راغلي وو

د پاکستان لومړي وزیر، شاهدخاقان عباسي په یوه بې‎ساري ګام کې مني چې د روان کال د مې په میاست کې د کابل په زنبق څلور لارې کې د برید عاملین چې په ترڅ کې یې ۱۵۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ، له دې هېواد څخه افغانستان ته تلي وو.

ښاغلي عباسي دا څرګندونې د فایننشل ټایمز ورځپاڼې سره کړې دي او همداراز یې د ترهګرو پر وړاندې د پاکستان پوځ د عملیاتو له کمښت څخه هم ویلي دي.

ده همداراز څرګنده کړې ده، سره له دې هېواد یې د خپلو ټولو امکاناتو سره هڅه کوي چې د طالبانو او حقاني ډلې د له منځه وړو په برخه کې ګام پورته کړي.

د پاکستان لومړي وزیر وړاندې ویلي دي:«زه په ټولو جزئیاتو نه یم خبر، خو دومره پوهېږم چې درې یا څلور کسان له پولې اوښتې وو. یو موټر له سیمې د کابل پر لور ولاړ وه، له چاودنې مخکې د یوه سفارت مخې ته پارک شوی وه.»

ده زیاته کړې ده:«موږ په قبایلي سیمه کې ۲۵۰ زره سرتېري ځای پر ځای کړي دي او دوی خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي، خو موږ پر هغو سیمو ټولییز واک نلرو، ترهګر تر ډېره له پولې هغې غاړې راځي ا و زموږ د خلکو پر وړاندې بریدونه کوي. که افغان او امریکايي ځواکونه یې نشي کنټرول کولی، نو موږ څه وکړو.»

عباسي ګواښ کړی دی چې که امریکا له اسلام اباد سره خپلې اړیکې کمې کړي نو دا کار به په سیمه کې د ترهګرو پیاوړې کېدو لامل شي او د پاکستان پر وړاندې د امریکا کلک دریځ به معکوسه پایله ولري.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا په دې وروستیو کې ویلي دي له پاکستان څخه به د خپل متحد په توګه واک واخلي.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي دي چې هېواد یې کولی شي د امریکا د الوتکو  خرڅلاو ودروي، خو د نورو ګامونو په اړه یې څه نه دي ویلي.

ده ویلي دي چې د ټرمپ تګلاره د افغانستان لپاره هم روښانه نه ده.

او زیاتوي:«هغه زیګنالونه چې موږ یې د امریکا لخوا ترلاسه کوو، روښانه نه دي، زموږ پیغام ډېر روښانه دی، موږ له ترهګرۍ سره مبارزه کې متحد یوو او له دې ښکارندې سره مبارزې ته دوام ورکوو.»

خاقان ویلي دي:«که امریکا له موږ څخه واک اخلي نو دا بهیر به له ترهګرۍ سره مبارزه زیانمنه کړي، زه فکر نه کوم چې دا کار به امریکا ومني.»

د پاکستان لومړي وزیر ویلي دي چې سره له دې هېواد یې د خپلو ټولو امکاناتو سره هڅه کوي چې د طالبانو او حقاني ډلې د له منځه وړو په برخه کې ګام پورته کړي.

شریک یي کړئ