افغانستان په پاکستان کې خپل تر ټولو لوی سفارت جوړوي او د دې سفارت چارې په اسلام آباد کې پیل شوې دي.
د دې پروژې لګښت به اولس میلیونه ډالره وي او ټاکل شوې ده چې د سفارت ودانۍ به تر راتلونکو د وو کلونو بشپړه او ګټنې ته وسپارل شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، نصیراحمد اندیشه چې د یاد سفارت د کار پیل په مراسمو کې یې ګډون کړی وه وايي، دا سفارت به په نړۍ کې د افغانستان تر ټولو لوی سفارت وي.
دی د دې سفارت جوړولو موخه د افغانستان ښه نیت له پاکستان سره د اړیکو په درلودو کې بولي.
د دې سفارت د رغوَنې چارې د یوه چیني سرکت لخوا مخې ته وړل کېږي.