د پروان ولایت سیمهييز چارواکو نن(سېشنبې د زمري۳۱مه) ناپېژاندو وسلهوالو پر یوه هایلکس ډوله موټر کې پر سپرو کسانو برید په پایله کې د یوه تن له وژل کېدو خبر ورکوي.
یاد چارواکي وايي وسلهوالو پر یوه موټر ډزې کړې چې پنځه تنه په کې سپاره وو.
په دې برید کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان دي.
د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ د جنايي پېښو سرپرست مدیر، فرهاد هاشمي وايي چې دا پېښه تېره شپه د سیدخېلو ولسوالۍ په جبارخېلو کلي کې هغهمهال رامنځته شوې چې یاد موټر د ولایت مرکز پر لور روان وه.
د هاشمي په وینا په ټپیانو کې د پولیسو یو سرتېری هم شامل دی.
د پېښې لامل نه دی څرګند او چارواکي وايي چې پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.
د برید مسوؤلیت په اړه هم چا څه نه دي ویلي.