د امریکا متحده ایالاتونو کانګرس د رایو په اکثریت سره پر ایران، روسیې، او شمالي کوریا نوي بندیزونه تصویب کړل.
په داسې حال کې چې ډونالډ ټرمپ له روسیې سره د اړیکو د بیا رغولو پر سر پر روسیې د نوي تحریمونو پر لګولو مخالف دی، خو د امریکا کانګریس پر مسکو د بندیزونو مصوبه تېره ورځ(سېشنبې د زمري۳مه)تصویب کړه.
په همدې حال کې سپینه ماڼۍ وایي، تراوسه ټرمپ د مصوبې د لاسلیک او یا لغوې په اړه پریکړه نه ده کړې.
نوي تحریمونه د روسیې پر تیلو او ګازو او د نللیکو پر کرښې لګیږي، له همدې کبله اروپایي هېوادونه د بندیزونو له لګیدو اندیښمن دي.
نوې لایحه ټرمپ اړ کوي چې د ایران سپاه پاسداران ور سره چارواکي او د ایران نه بهر مربوطه کسانو باندې یې تحریمونه ولګوي.
د امریکا متحده ایالاتونو د کانګرس ډموکراټو او جمهوريغوښتونکو پر ایران، روسیې او شمالي کوریا د تازه بندیزونو هوکړه د همدي اوونۍ په سر کې وکړه.
یو شمېر امریکايي قانونجوړونکي وايي چې پر روسیې د بندیزونو پرېکړه د دې هېواد ولسمشر ته روښانه پیغام دی تر څو له روسیې سره د امریکا واټن وساتي.
امریکامتحده ایالاتونو په وروستي ګام کې پر ۱۸ حقیقي او حکمي شخصیتونو باندې چې تېره سېشنبې د دې هېواد د اټومي پروګرام د ملاتړي دي، بندیزونه ولګول.