Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ننګرهار کې د روښنايي غورځنګ د برید د طرحه‎کوونکو وژل کېدل

د ملي امنیت لوی ریاست نن شنبې( د کب۲۱مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره په ننګرهار ولایت کې د روشنايي خوځښت لاریون باندې د برید د طرحه‎کوونکي له وژل کېدو خبر ورکړی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې مولوي عبدالقیوم چې په شاهین خراساني باندې یادېدو او مولوي فاروق د داعش ډلې قومندانان د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ په دیوانه بابا سیمه کې وژل شوي دي.

خبرپاڼه وړاندې کاږي، مولوي خراساني د ۲۰۰ وسله‎والو مشري کوله.

نوموړي په ننګرهار ولایت کې د ترهګریزو کړنو د داعش ډلې ځانمرګي بریدونه طرحه کولو دنده پرغاړه درلوده او همداراز یې د کابل په دهمزنګ چوک کې د روشنايي خوځښت پر اعتراض کوونکو هم برید طرحه کړی وه.

تېر کال د روشنايي خوځښت پر اعتراض برید کې کابو ۸۰ تنه ووژل شول او ۳۰۰ نور ټپيان شول.
 
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې مولوي عبدالقیوم چې په شاهین خراساني باندې یادېدو او مولوي فاروق د داعش ډلې قومندانان د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ په دیوانه بابا سیمه کې وژل شوي دي

شریک یي کړئ